کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): د افغان کورنيو د لارښوونې اتحادیه وایي چې ۱۵۰ قابلې د ډيجیټل انلاین پروګرام له لارې روزي څو په ۱۰ ولایتونو کې تر ۴۵۰۰۰ زیاتو کورنیو ته روغتیايي خدمات ورسوي.
د یادې اتحادیې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د والدینو د پلان نړیوال فدراسیون غړې اتحادیه چې د افغان کورنيو د لارښوونې اتحاديې (AFGA) په نوم پېژندل کېږي، یوه نوې پروژه په لاره اچوي چې هدف یې د هېواد په ۱۰ ناامنو ولایتونو کې د ۱۵۰ قابلو پر مټ د مور او ماشوم د پراخو خدماتو وړاندې کول دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه پروژه د خپل ډول له لومړیو پروژو ده چې د قابلې تر لارښوونې لاندې د ټکنالوجۍ په مرسته د خدماتو وړاندې کول دي چې د هېواد په کچه له ۴۵۰۰۰ څخه د زیاتو کورنیو تر دروازو به ورسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه به د AFGA له لوري د والدینو د پلان لخ نړیوال فدراسیون سره په همغږۍ پلی کېږي. یاده پروژه هغه ولایتونه په بر کې نیسي چې روغتیايي خدمات په ملي او ولایتي کچه په ټيټه کچه دي.
یادې اتحادیې ویلي چې په دې کې د کابل، ننګرهار، هرات، بلخ، پروان، کاپيسا، لغمان، بامیان، بدخشان او د سمنګان ولایتونه شاملېږي.
د افغان کورنيو د لارښوونې اتحادیې اجرایوي رييس نجیب الله صمیم وايي: “د کوويد-۱۹ وبا د عامې روغتیا ادارې اړ کړي څو په داسې نویو لارو باندې غور وکړي چې له مخې یې روغتیايي کارکوونکي وروزل شي او له دې لارې ښځو او نجونو ته مناسب روغتیايي خدمات ورسېږي.”
د هغه په وینا، د دې پروژې هدف دا دی څو د زرهاوو ښځو او نجونو ژوند وژغورل شي. قابلې د هېواد د روغتیايي سیستم د ملا تیر ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې او هغه روزنه چې دوی یې ترلاسه کوي، وبه کولی شي چې دوی په داسې پوهه او تجربه سمبال کړي چې په راتلونکي کې هم د افغانستان د ښځو لپاره د خدمت جوګه شی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د میندو مړینې کچه په کې لوړه ده (په هر ۱۰۰زره زیږونونو کې ۶۷۸ تنه ده).
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژې یوه ځانګړتیا په ډيجیټلي بڼه د اجرااتو د ظرفیت جوړولو چوکاټ رامنځته کول دي چې له مخې به یې ۱۵۰ قابلې ‘د نسايي ولادي د بېړنیو خدماتو، یا نوي زېږېدلي ماشوم د پاملرنې (BEmONC . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.