ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډیجیټلي سیستم له لارې دولتي کارکوونکو ته د معاشونو ورکولو پروګرام پرانیستل شو

د ډیجیټلي سیستم له لارې دولتي کارکوونکو ته د معاشونو ورکولو پروګرام پرانیستل شو

author avatar
3 Aug 2021 - 16:12
د ډیجیټلي سیستم له لارې دولتي کارکوونکو ته د معاشونو ورکولو پروګرام پرانیستل شو
author avatar
3 Aug 2021 - 16:12

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): ولسمشر د ډیجیټلي سیستم له لارې دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړې پروګرام په پرانیست غونډه کې وویل، د دغه سیستم په تطبیق سره به د معاشونو د ورکړې پر مهال د روڼتیا ترڅنګ معاشونه په لږ وخت کې ورکول کېږي.

د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړې ډیجیټلي سیستم نن د ولسمشرۍ په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل، دولتي کارکوونکي اندېښمن وو چې معاشونه یې پر وخت نه ورکول کېږي، خو د معاشونو د دغه سیستم په پیلېدو به دغه ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه: ((امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېر ځلې معاشونو ته د تلو پر مهال شهیدان شوي، د قل اردو او لوا په داخل کې د بانکونو څانګې نشته او نه شي کولای معاشونه خپلو کورنیو ته انتقال کړي، خو په دغه سیستم سره په لږ وخت کې کولای شي هره سیمه کې پیسې انتقال یا ترلاسه کړي.))

هغه وویل، له ټولو دولتي کارکوونکو یو رسمي سند اخیستل کېږي چې وارثین یې وټاکي څو په راتلونکي کې ستونزه رامنځته نه شي.

هغه زیاته کړه چې د دغه سیستم په پلې کېدو سره به د معاشونو په ورکړه کې د روڼتیا ترڅنګ په لږ وخت کې معاشونه ورکول کېږي.

دغه راز غني وویل، د دغه سیستم په پلې کېدو سره به نور هيڅ اداره ونه شي کړای هغه معاشاتي تشکیلات پټ کړي چې کارکوونکو ته یې ورکوي.

هغه زیاته کړه: ((له یاد سیستم سره به د دولتي کارکوونکو شمېر مشخص او د معاشونو د ورکړې په برخه کې به ابهامات لرې شي، له دې وروسته به په سلیقوي ډول د معاشونو ورکړه ممکنه نه وي.))

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ریيسی نادر نادري یاد پروګرام د هېواد د ډیجیټلي پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، له دې وروسته به د حکومت په جوړښت کې خیالي کارکوونکي نه وي.

هغه دغه راز د یاد سیستم جوړېدل له فساد سره د مبارزې لپاره ګټور یاد کړ او ویې ویل، د دغه سیستم مشري د مالیې وزارت پر غاړه ده او د دولتي کارکوونکو معاش د مرکزي بانک له خوا اجرا کېږي.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وویل، له دغه سیستمه په استفاده د هېواد په کچه ملکي کارکوونکي مشخص کېږي او هغه نیمګړتیاوې به چې مخکې د معاشونو د ورکړې پر مهال موجودې وې، لرې شي.

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د یاد سیستم جوړېدل د ټولو دولتي کارکوونکو لپاره لوی خدمت وباله او ویې ویل، تر اوسه ۳۰۰۰ دولتي کارکوونکو ته د دغه سیستم ځانګړي کارتونه وېشل شوي او تر راتلونکو دوو میاشتو به ټولو دولتي کارکوونکو ته دغه ډول کارتونه ووېشل شي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.