Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): په کندهار کې د روانې جګړې له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا د ملي امنیت "صفر درې" قطعه وايي، په روانو عملیاتو کې یې د یوه مهم قوماندان او ۵ پاکستانيانو په ګډون ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار ښار د میرویس حوزوي روغتون آمر ډاکټر محمد داوود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون ته له جګړې ۱ جسد او ۱۰ ټپيان ور وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

هغه زیاته کړه، جسد او ټپيان د کندهار ښار له حاجي عرب، پیر پایمال، احمد ولي خان څلور لارې، میرویس مېنې او کلچه اباد سیمو څخه ور وړل شوي دي.

دی وايي، په ټپیانو کې ۵ تنه پر مرمۍ او ۲ تنه د هاوان په چرو لګېدلي او ۳ تنه بیا د ماین د چاودنې له امله ټپيان شوي.

په ټپيانو کې درې ماشومان او پاتې ټول نارینه دي.

تېره ورځ د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته له جګړې ۳ جسدونه او ۱۸ ټپيان ور وړل شوي وو.

بل خوا د ملي امنیت "صفر درې" قطعه وايي، په روانو عملیاتو کې یې د یوه مهم قوماندان او ۵ پاکستانيانو په ګډون ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبه اړولې ده.

د دې قطعې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په سرې غونډۍ او سعادت کلیو کې ځمکني عملیات کړي او د دوی په انداختونو کې ۳ ناپېژاند وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور مرګوني ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، د دې تر څنګ هوايي ځواکونو د کندهار ښار د ۸مې ناحیې اړوند د پنجاو ویالې په ساحه کې پر وسله والو برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب قوماندان حاجي خادم او ۵ نور پاکستاني تابعیت لرونکي وسله وال وژل شوي او ۲ ناپېژاند وسله وال طالبان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ښار کې یې عملیات دوام لري څو وسله وال طالبان له کندهار ښار څخه وباسي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د کندهار ښار په اووه ناحیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د جګړې له امله تر دې مهاله سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۲۴ زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي او د جګړې له امله بې ځایه شوي کډوال چې د جګړې دوام سخت ځپلي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې جګړه له کندهار ښاره وباسي څو هغوی د ارام ساه واخلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.