کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): اروپایي ټولنې د افغان سولې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ کړې او په قطر کې یې د افغان دولت او طالبانو له مذاکراتي پلاوو سره بیا لیدلي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچۍ پلاوي له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر ځانګړي استازي او د مرکچي پلاوي غړي عبدالسلام رحيمي او د دغه پلاوي نورو غړو پرون په دوحه کې د اروپايي ټولنې له مرستیال انریک مورا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې عبدالسلام رحیمي د افغانستان سولې مذاکراتو پروسې وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين په موخه د معنا لرونکو مذاکراتو پر مخ بيولو لپاره يې د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوي د ژمنتيا ډاډ ورکړ.
د اروپایي ټولنې مرستیال په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې د لاسته راوړنو ترڅنګ د افغانستان له دولت او خلکو خپل سیاسي ملاتړ اعلان کړ.
هغه د مذاکراتي پلاوي د کاري بڼې د ستاینې ترڅنګ وویل چې د جمهوریت پلاوی د افغانستان د ستونزې حل په رښتیني ډول د خبرو او مذاکراتو له لارې غواړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړو د اروپايي ټولنې د ملاتړ له امله ځانګړې مننه وکړه.
د یو بل خبر له مخې، د اروپایي ټولنې دغه پلاوي د طالبانو د مرکچي ټېم له مشر عبدالحکیم حقاني او ورسره پلاوي سره هم لیدلي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم وایي، په دې کتنه کې د سولې په روانه پروسه او د افغانستان په روان وضعیت، د ملکي تلفاتو په مخنیوي، د طالبانو خلاف منفي تبلیغاتو او د متقابل ښه تعامل پر بنیاد د اړیکو پر دوام بحث وشو.
هغه زیاته کړې، د طالبانو پلاوي زیاته کړې چې دوی سولې ته ژمن دي او د خبرو له لارې د مسايلو حل ته ترجیح ورکوي، البته مقابل لوری هم باید د جنګ پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي، څو په مذاکراتو کې پرمختګ وشي. له نظامي او پاروونکو څرګندونو دې ډډه وشي؛ ځکه بې مسووليته او پاروونکې څرکندونې د سولې پروسې ته زیان رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې استازي په کابل کې هم د افغان دولت له مشرانو او سیاسيونو سره پر سولې خبرې کړې دي.