ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: په لښکرګاه کې ١٥٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

يوناما: په لښکرګاه کې ١٥٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Aug 2021 - 14:41
يوناما: په لښکرګاه کې ١٥٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Aug 2021 - 14:41

لښکرګاه (پژواک، ١٢ زمرى ١٤٠٠): يوناما وايي چې د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ٤٠ ملکي وګړي وژل شوي او ١١٨ نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملکرو ملتونو ځانګړى دفتر (يوناما) د زمري په ١٢ مه په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړو زور اخيستى دى.

سرچينه وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په مرکز لښکرګاه کې ٤٠ ملکي وګړي وژل شوي او ١١٨ نور ټپيان شوي دي.

په دغه ټويټ کې راغلي چې وسله وال طالبان د ځمکې له لارې خپلو بريدونو ته ادامه ورکوي، خو حکومتي ځواکونه د دفاع په هڅه کې دي.

سرچينې له حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په هغو سيمو کې د جګړو درولو بېړنۍ غوښتنه کړې چې ملکي وګړي په کې ژوند کوي.

بل لورته حکومتي مسوولين او وسله وال طالبان د هلمند په جګړو کې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د هلمند د ولسواليو ترڅنګ په مرکز کې نږدې ټولې حوزې نيولي، خو يواځې د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او په لومړۍ حوزې کې ځينې نور دولتي تاسيسات پاتې دي.

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.