کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): د کابل پولیس وايي چې د کابل ښار لسمه حوزه کې ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ضیاء ضیا د دې پېښې د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار اته بجې او ۱۵ دقیقې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند هوايي بلاکونو سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وویل، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپیان او روغتون ته انتقال شوي دي.
په دې اړه نور جزیات وروسته خپرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP