ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د کندهار ډنډ ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه عملیات دوام لري

چارواکي: د کندهار ډنډ ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه عملیات دوام لري

author avatar
6 Aug 2021 - 15:39
چارواکي: د کندهار ډنډ ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه عملیات دوام لري
author avatar
6 Aug 2021 - 15:39

کندهار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰): امنیتي چارواکي وايي، د ډنډ ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه په شدت سره عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه د مخکې تګ په حال کې دي.

خو یوه امنیتي سرچینه بیا په بشپړه توګه د ډنډ ولسوالۍ د بېرته نیولو خبره کوي.

کندهار ښار ته د نږدې دغې ولسوالۍ د مرکز په ګډون ځینې برخې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوې چې ورسره سم یې د کندهار ښار په ۷ ناحیو کې جګړه پيل کړه.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار وختي د ډنډ ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل شوي او په ځینو سیمو کې سخته جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ځانګړي ځواکونه، د ملي امنیت صفر درې ځواکونه، له خوست څخه راغلې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې ځواکونه او پولیس برخه لري.

دی وايي، د ډنډ ولسوالۍ ډېرې سیمې له وسله والو پاکې شوي او امنیتي ځواکونه د مخکې تګ په حال کې دي.

خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته د دغې ولسوالۍ د نیولو خبره وکړه.

سرچینې زیاته کړه، امنیتي ځواکونو تر دې دمه د دې ولسوالۍ شېرسرخ، مشکېزي، بالاکرز، کرز، کولچه اباد، سبزي کار، قاسم پُل، جمال بابا او سالو کارېز سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي او مخ ته روان دي.

بل خوا سرچینې وايي، د امریکا هوايي ځواک د ژیړۍ ولسوالۍ مرکز ته نژدې هوايي برید کړی چې په پایله کې یې ۲۰ وسله وال وژل شوي او هاموې ټانک یې له منځه وړل شوی دی.

د دې تر څنګ د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په ساحه کې هم افغان ځواکونو هوايي برید کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ او د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوندو ساحو کې وسله وال په نښه کړي چې په پایله کې یې ۲۳ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په ډنډ ولسوالۍ کې د پيل شوو عملیاتو او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د عملیاتو له پيل سره د کندهار والي روح الله خانزاده د یوه بیان په خپرولو د هېواد او کندهار په اوسني حساس وضعیت کې د خلکو له حوصلې، مبارزې او جمهوري نظام څخه د ملاتړ له امله مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې امنیتي ځواکونه به ژر کندهار یو ځل بیا د امن او ابادۍ کور کړي.

بل خوا د کندهار د امنیتي وضعیت د بدلون په موخه له ولسي مشرانو د خپل اغېز د کارولو غوښتنه شوې او په دې لړ کې تادین خان اڅکزی، ګل اغا شېرزی او نور کندهار ته راغلي او له ولسونو سره یې ناستې او کتنې پیل کړې دي.

سرچینې وايي، دغه ګام د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه اخیستل کېږي چې په کې د کندهار قومي مشران، سیاسي څېرې، په ولسي جرګه کې د کندهار استازي، جهادي شخصیتونه او نور شامل دي.

د ملي مصالحې شورا غړی تادین خان اڅکزی وايي، په کندهار کې د عملیاتو د همغږي کولو لپاره راغلی او په دې برخه کې به یې هڅې روانې وي.

له هغه وروسته چې د کندهار ګڼې ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې، شاوخوا میاشت کېږي چې د کندهار ښار په اووه ناحیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د جګړې له امله تر دې مهاله سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۳۰ زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي او د جګړې له امله بې ځایه شوي کډوال چې د جګړې دوام سخت ځپلي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې جګړه له کندهار ښاره وباسي، څو هغوی د ارام ساه واخلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

Views: 477

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.