ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اېمل ولي خان: له پاکستان زرګونه وسله وال افغانستان ته ځي او هلته یې امنیت خراب کړی

اېمل ولي خان: له پاکستان زرګونه وسله وال افغانستان ته ځي او هلته یې امنیت خراب کړی

author avatar
7 Aug 2021 - 21:31
اېمل ولي خان: له پاکستان زرګونه وسله وال افغانستان ته ځي او هلته یې امنیت خراب کړی
author avatar
7 Aug 2021 - 21:31

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۰) : د عوامي نیشنل ګوند یو تن مخکښ غړی ایمل ولي خان د پښتون قومي جرګې ته ویلي، چې له پاکستان څخه زرګونه کسان افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او د افغانستان امنیت یې تباه کړی دی.

د امریکا غږ ډیوه راډیو د خبر له مخې، د سیمې او افغانستان په حالاتو، د پښتنو پر بد وضعیت د غور کولو لپاره د خیبر پښتونخوا ایالات په چارسده ښارکې د زمري په ۱۶مه، پښتون قومي جرګه جوړه شوې وه، چې پکې د کوزې پښتونخوا د پښتنو سیاسي مشرانو او سیاستونوالو ګډون کړي وو.

په دې جرګه کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په استازیتوب ددغه تحریک مشر منظور پشتین، دقومي وطن ګوند په استازیتوب افتاب احمد خان او سکندر خان شیرپا، دعوامي نیشنل ګوند په استازیتوب ایمل ولي خان او میا افتخار حسین، دپښتونخوا ملي عوامي ګوند په استازیتوب مختار خان یوسفزئ،دمدني ټولنې په استازیتوب شکیل وحیدالله او دمزدور کسان ګوند دمشرانو ترڅنګ ګڼ شمیر نور سیاسي اؤ ټولنیز شخصیات برخه لري.

ددې جرګې ګډونوالو د افغانستان په تړاو د پاکستان پر تګلارې کلکې نیوکې وکړدې اوې ویل چې له پاکستان څخه زرګونه کسان افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او د افغانستان امنیت یې تباه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې ویلي وو، چې له پاکستان څخه لس زره وسله وال افغانستان ته اوښتي ، د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې جنګیږي.

دعوامي نیشنل ګوند یو تن  مشر خادم حسین وایي دا جرګه تیرکال دپښتنو د شوې قومي جرګې د اعلامیې په دوام کیږي کومه چې په باچا خان مرکز پېښور کې شوې وه.

دعوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان خپله وینا په دې کلماتو پیل کړ: ” په لر اؤ په بر، الله اکبر؛ نه ورکوؤ دا ځلې سنګر، الله اکبر”

ایمل ولي خان دافغانستان په اړه دپاکستان په پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ويل چې افغانستان یو خپلواکه هیواد دی،  باید ددې هیواد کورنیو چارو کې دلاسوهنې نه ډډه وکړی شي.

هغه تور پورې کړ، چې دا مهال له پاکستان څخه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د (جهاد) په نوم  ځي او هلته یې اور بل کړی دی.

ایمل ولي خان وویل جې پاکستان ته په دې ورځو کې دترهګرو جسدونه راروان دي چې دلته ورته دپاکستان په ملي بیرغ کې سلامي کیږي او په درناوي دفن کیږي.

ده زیاته کړه: “که طالب سپین بولدک قبضه کوي اړ افغان ځواکونه بیا د ددې قبضې ماتولو اقدام کوي نو دپاکستان د ادارو نه ورته رسمي ګواښونه کیږي”

ایمل ولي خان وویل دپښتون قام راتلونکی په افغانستان کې د اشرف غني دحکومت سره تړلی دی او داشرف غني ماتې به دټولو پښتنو ماتی وي.

هغه وایي “ځینې خلک وایي چې یو لوري ته طالب دی او بل لوري ته اشرف غني دی، خو زه دا خبره نه منم زه وایم چې یو لوري ته دپښتون قام په خاوره امن دی اؤ بل لوري ته دپښتنو په خاوره وحشت دی”

ده زیاته کړه : “اشرف غني په دې وخت کې دافغانانو منتحب استازی دی اؤ افغانستان کې د ایي ایس ایي په څېر لانجې نشته ،هلته ټاکنې کیږي او هلته دا قانون دی چې تر پینځوس فیصدي زیاتې رایې وانه خلې نو ته ولسمشر نه شې جوړیدی”

هغه وویل جنګ داشرف غني اؤ دطالب نه دی بلکې جنګ دپښتنې خاورې دغلامۍ او خپلواکۍ دی.

ایمل ولي خان وویل چې پر دې سترګې پټول نه دي پکار، ځکه چې د طالبانو رزنیز مرکزونه په ښکاره توګه په پاکستان کې دي.

هغه وایي نن که څوک دپاکستان دامن خبره کوي نو پاکستان پرې خفه کیږي او که څوک دافغانستان د خپلواکۍ خبره کوي نو “صیبان” پرې خفه کیږي خو موږ به خپلې سترګې نه پټوو او حقیقتونه به وایو.

نوموړي وویل چې دافغانستان په جګړه کې  پاکستان میلیاردونه ډالر وګټل اود سخت دریځې ډلې وسله وال  افغانستان او کشمیر ته د (جهاد) په نامه لیږلي دي.

په ټویټر څېړونکي خادم حسین وایي ددې جرکې له لارې  نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې پښتانه ترهګر نه دی او پر سولې میین خلک دي.

Visits: 580

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.