کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۰): د حکومت د رسنیو او اطلاعات مرکز د رییس دواخان مینه پال مړی نن د کابل ملي شورا د شهیدانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د حکومت د رسنیو مرکز رییس دواخان مینه پال تېره ورځ د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د طالبانو په برید کې ووژل شو. په دغه برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د مینه پال خاورو ته د سپارلو مراسمو کې د ولسي جرګې ځينو غړو، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، د ولسمشر سلاکارانو وحید عمر او شاه حسین مرتضوي، د بېلابېلو ادارو ویاندویانو د نوموړي دوستانو او د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ریاست د اړیکو ادارې رییس وحید عمر په دغو مراسمو کې مینه پال پاک زړی او مینه ناک انسان یاد کړ.
هغه وویل: ((هغه غږ او فکر چې مینه پال پورته کړی و، د نوموړي پر شهادت نه خاموش کېږي، زرګونه نور مینه پالان ژوندي دي او غږ به یې لا نور رسا کېږي.))
په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي او د مینه پاله نږدې ملګري میرزامحمد کټوازي د مینه پال ترور یوه ضایعه وبلله او ویې ویل: ((که حکومت د نوموړي د ترور د عاملانو پېژندلو او مجازات توان نه لري، سلیمانخېل قوم تیار دی چې د نوموړي د وژنې عاملان وپېژني او جزا ورکړي.))
هغه هم د مینه پال د فکر پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: ((مینه پال تر اوسه کرايي کور کې ژوند کاوه، زه یې له کورنۍ او اولادونو سره ژمنه کوم، څو چې زه ژوندی یم، د اولادونو د تحصیل او کورنۍ لګښت به یې ورکوم.))
د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي هم په یادو مراسمو کې د مینه پال ترور نه جبرانېدونکې ضایع وبلله او ویې ویل: ((د مینه پال ترور موږ په اداره کې نه کمزوري کوي، موږ د ظلم او بیعدالتۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو، مینه پال له حق ویلو پرته بل څه نه ویل.))
د دواخان مینه پال کوچني ورور اسد مینه پال وویل، دواخان مینه پال وطندوست شخص و. هغه وویل چې کورنۍ یې له هېواده د دفاع په خاطر ډېرې قربانۍ ورکړې او قربانۍ ته تیار دي.
هغه له حکومت وغوښتل چې د ورور د ترور عاملان یې وپېژني او جزا ورکړي.
د دواخان مینه پال د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د همکارانو د معلوماتو له مخې، مینه پال په ۱۳۶۰ لمریز کال کې په زابل ولایت کې زېږېدلی او په ۱۳۸۲ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ و.
هغه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د کتابتون د رییس، د ولسمشر د مرستیال ویاند په توګه هم کار کړی دی. مینه پال واده کړی و او څلور اولادونه ترې پاتې شول.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن