ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې جګړې ۲۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندهار کې جګړې ۲۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
7 Aug 2021 - 17:52
کندهار کې جګړې ۲۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
7 Aug 2021 - 17:52

کندهار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۰): په کندهار کې لا هم جګړه روانه ده او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کې ۲۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ښار د ۳مې امنیتي حوزې اړوند څرخک، د ۷مې امنیتي حوزې اړوند سرپوزه او د ډنډ ولسوالۍ شېر سرخ، مشکېزي، بالاکرز، کرز، کولچه اباد، سبزي کار، قاسم پلُ، جمال بابا او سالو کارېز د جګړې د لومړۍ کرښې سیمې دي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکتر محمد داوود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو سیمو ۶ جسدونه او ۲۲ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د وژل شوو شپږو کسانو هویت تر اوسه معلوم نه دی، خو د ټپیانو له ډلې ۶ ماشومان، یوه ښځه او پاتې نارینه دي.

دی وايي چې ۸ کسان په مرمیو، ۸ د هاوانونو په لګېدو او ۶ نور د ماین په چاودنو کې ټپیان شوي دي.

تېره ورځ د جګړې له امله يو ملکي وګړی وژل شوی و او ۱۵نور ټپيان وو.

بلخوا په کندهار کې د ملي امنیت صفر درې قطعه وايي چې په کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ کې یې عملیات روان دي چې د یوه مهم قوماندان په ګډون ۲۸ وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې قطعې یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، د دغو عملیاتو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یوه مهم قوماندان ایمل په ګډون ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په عملیاتو کې د وسله والو وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

دغه راز د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی وايي، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په ډنډ، تخته پل او ژېړۍ ولسوالیو کې وسله وال په نښه کړي چې په پایله کې یې ۲۶ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

دی زیاتوي، د امنیتي ځواکونو عملیات په شدت روان دي او د مخکې تګ په حال کې دي.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونه هڅه کوي له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي او امنیت یې خوندي کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له هغه وروسته چې د کندهار ګڼې ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې، شاوخوا میاشت کېږي چې د کندهار ښار په اوو ناحیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د جګړې له امله تر دې مهاله سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۳۰زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي او د جګړې له امله بېځایه شوي کډوال چې د جګړې دوام سخت ځپلي، له حکومته غوښتنه کوي چې جګړه له کندهار ښاره وباسي څو هغوی د ارام ساه واخلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.