شبرغان (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د جوزجان زندان نیولی او بندیان ترې تښتېدلي دي، خو رسمي سرچینو دغه موضوع رد کړې او ویلي یې دي چې جګړه د شبرغان ښار په سوېل ختیځ کې د مارشال دوستم کور ته نږدې روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په یوه پیغام کې ویلي چې د دوی کسانو د شبرغان ښار د زندان مدیریت، امنيه قومانداني او ولایت مقام نیولي او د ښار نورو سیمو ته د پرمختګ په حال کې دي.
په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو یاده ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د شبرغان ښار د تصفیې لپاره ځمکني او هوايي بریدونه روان دي، ټول سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د جنرال دوستم په کور کې موجود او د جګړې مدیریت کوي.
د شبرغان ښار اوسېدونکي محمد یاسین پژواک ته وویل: ((طالبانو زندان نیولی او ټول بندیان یې خوشي کړي دي.))
نوموړي چې په دې اړه ډېرې خبرې کول نه غوښتل زیاته کړه: ((زموږ یو ګاونډی چې بندي و، کور ته راغلی دی، ما خپله ولید چې نن کور و.))
د مارشال دوستم قوماندان محمد اکرم پهلوان پژواک ته وویل چې جګړه اوس د شبرغان په سوېل ختیځ کې د مارشال دوستم د کور شاوخوا روانه ده، نننۍ جګړه مرګ ژوبله لري خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان دوې ورځې مخکې شبرغان ښار ته داخل شو، لومړی یې د ولایت، ښاروالی او محکمې ودانۍ ونیولې خو وروسته یې بېرته له لاسه ورکړې.
راپورونه وايي چې طالبانو نن سهار د ولایت مقام او ځینو نورو سیمو په ګډون د ښار ډېرې سیمې نیولې خو د دغه ولایت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 705
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن