سرپل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وایي چې طالبانو نن سهار سرپل ښار کې حکومتي ادارې نیولې او ولایتي چارواکي د دغه ولایت په مرکز کې د ملي اردو کنډک ته ورغلي دي.
ځینې حکومتي چارواکو او د سیمې اوسېدونکو د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې د ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست او نورې حکومتي ادارې چې د سرپل ولایت په دویمه حوزه کې موقعیت لري، طالبانو نیولې دي.
دوی وایي چې د دغه ولایت له ټولو درېیو حوزو، لومړۍ حوزه هم له طالبانو سره ده او د لومړۍ او دویمې امنیتي حوزو چارواکي او دولتي ځواکونه د ملي اردو کنډک ته چې د درېیمې حوزې اړوند په «نوروزسیته» سیمه کې موقعیت لري، تللي دي.
دغو سرچینو نن سهار په ۹:۱۵ دقیقو پژواک ته وویل چې اوس مهال په ښار کې جګړه درېدلې ده.
د سرپل والي عبدالحق شفق له جزییاتو پرته وویل چې د ولایت له مقامه وتلی او د ملي اردو کنډک ته تللی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د سرپل ښار ډېری سیمې لکه لومړۍ حوزه، د سرپل ښار چوک، عمومي زندان، امنیه قومانداني او ټول حکومتي ریاستونه طالبانو نیولي دي.
هغه وایي چې ۱۵ رېنجرې، ۱۰ هاموې ټانګونه او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.