پاراخ (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): طالبانو نن سهار د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې په استانه کلان سیمه کې پر دولتي ځواکونو برید کړی او اوس هم نښته روانه ده.
د ابشار ولسوالۍ استانه کلان سیمه له لغمان ولایت سره پر پوله موقعیت لري.
د ابشار ولسوال محمد سهراب وویل چې طالبانو د استانه کلان د غرونو له خوا پر دولتي سرتېرو او پاڅون والو راکټونه توغولي او وروسته یې ترمنځ نښته پیل شوې ده.
د هغه په وینا، په یاده نښته کې تر اوسه کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د استانه کلان یوه اوسېدونکي محی الدین پژواک ته وويل چې د استانه کلان په کوتل کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته روانه ده.
هغه زیاتوي چې تر اوسه یې د تلفاتو په اړه کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د یادې سیمې ځینې برخې یې نیولې او د ابشار ولسوالۍ مرکز ته یې نږدې ځانونه رسولي دي.
د پنجشېر سیمه ییز چارواکي دغه ادعا ردوي.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن