کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰) : د سوېلي پښتونخوا د بلوچستان ایالت په کویټې ښار کې د چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني رسنیو ته ویلي چې د موټرسایکل بم دغه چاودنه تېره شپه د کویټې ښار اړونده د سرینا هوټل ته څېرمه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دغې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي چې ۱۲ یې پولیس او شپږ یې ملکي وګړي دي.
خو د روغتون سرچینو ویلي چې دوی ته ۲۱ ټپیان راوړل شوي دي.
د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو تر دې مخکې د چاودنو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو ډلو اخیسته.
د یو بل خبر له مخې، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوې پوستې برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه برید د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې څخه شوی و او زیاته کړې یې ده چې دوی ځوابي برید کړی دی.
پاکستانیو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
Views: 83
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن