ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د خلکو مقاومت حرکت لپاره د مرستو ټولولو صندوق جوړ شو

په هرات کې د خلکو مقاومت حرکت لپاره د مرستو ټولولو صندوق جوړ شو

author avatar
10 Aug 2021 - 17:33
په هرات کې د خلکو مقاومت حرکت لپاره د مرستو ټولولو صندوق جوړ شو
author avatar
10 Aug 2021 - 17:33

هرات ښار(پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰): د هرات ولایت اوسېدونکو په خودجوشه توګه د خلکو د مقاومت حرکت لپاره د مرستو ټولولو صندوق جوړ کړی دی.

په هرات کې د خلکو د مقاومت د حرکت ویاند عبدالرازق احمدي پژواک ته وویل چې دغه صندوق د خلکو له خوا په خودجوشه ډول جوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به په رسمي ډول پرانیستل شي.

احمدي زیاته کړه چې په دغه صندوق کې راټولې شوې مرستې به په منظم ډ‌ول د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خلکو د مقاومت حرکت غړو، ټپيانو او د وژل شوو کورنیو لپاره مصرف شي.

ده وویل، اوس مهال د هرات یو شمېر بهر او داخل مېشتو اوسېدونکو خپلې مرستې دغه صندوق ته رالېږلې دي.

د خلکو د مقاومت حرکت ویاند زیاته کړه چې د هرات ځينو داخل او بهر مېشتو خیر غوښتونکو خلکو د خپلو مرستو اعلان کړی دی.

هغه ټينګار وکړ چې دغه مالي صندوق د طالبانو پر وړاندې د هراتیانو قوي اراده څرګندوي او ترڅو چې طالبان سوله ونه کړي دغه مقاومت به دوام وکړي.

د خلکو د مقاومت حرکت شورا یوه غړي جمال عبدالناصر حبیبي هم پژواک ته وویل چې د خلکو د مقاومت له حرکت سره هممهاله د خلکو ملاتړ او مرستې پيل شوې دي.

ده زیاته کړه چې هراتیانو د خلکو له مقاومت حرکت څخه په ملاتړ په خودجوشه ډول د مرستو راټولو څو صندوقونه جوړ کړي دي.

د حبیبي په خبره، دغه صندوقونه خپله د خلکو له خوا جوړ شوي او د هغوی له خوا به مدیریت شي.

ده ټينګار وکړ چې د خلکو داسې ملاتړ د خلکو مقاومت حرکت غړو ته د جګړې پر مهال ډېره روحیه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د محمد اسماعیل خان په مشرۍ هرات کې د خلکو د مقاومت حرکت د مالي، سیاسي او نړیوال ملاتړ د جلب شورا مشري پر غاړه اخیستې ده.

د خلکو د مقاومت حرکت شورا ویاند وایي چې د سپنتا ترڅنګ د هرات یو شمېر نورو شخصیتونو هم د خلکو د مقاومت حرکت د سیاسي او فرهنګي ملاتړ مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوهان وایي چې په دغو سختو امنیتي شرایطو کې هرات ښار ته د طالبانو د داخلېدو او پرمختګ د مخنیوي لپاره باید له ولسي ځواک څخه هر اړخیز ملاتړ وشي.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.