کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان د کرکټ ملي ستوري راشد خان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان دې روان کړکیچ ته یوازې نه پرېږدي.
راشد خان په خپله فیسبوک پاڼه کې په انګلیسي، پښتو او درې ژبو په دې اړه لنډ پیغامونه خپاره کړي دي.
هغه ویلي : «د نړۍ مشرانو! زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدانیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوې دي. لطفا له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ. د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ. موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي.))
راشد خان نه یواځې په افغانستان کې ډېر مینه وال لري، بلکې هغه د نړۍ په مشهورو لیګونو کې له لوبېدو سره په ټوله نړۍ کې سلګونه زره مینه وال لري .
نوموړي په داسې حال کې دغه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، د ملکي تلفاتو کچه لوړه او لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP