کابل (پژواک ۲۰ زمری ۱۴۰۰) د وسله والو ځواکونو لږی درستیز او د ځانګړو ځواکونو نوی قومندان معرفي سول.
د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په هغه غونډه کې برخه واخيسته چې په ملي دفاع وزارت کې د نوي لوی درستیز ستر جنرال هبة الله عليزي او د ځانګړو ځواکونو د نوي قوماندان تورن جنرال سيد سميع سادات د معرفي لپاره جوړه شوې وه.
د ملي امنيت سلاکار د تغيير او تبديل د اصل له مخې د نوي لوی درستیز او د ځانګړو عملياتو د قول اردو د قوماندان د ګومارل کېدو مبارکي ورکړه.
ډاکټر محب وويل :” دښمن غواړي پر افغانانو بیا تورې ورځې راولي، خو زموږ د سرتېريو مورال لوړ دی او په مېړانه د خپلې خاورې او خلکو مقدسه دفاع کوي.’
عليزي په خپلو خبرو کې وويل، د خپلو ځواکونو پر تعبیه چټک کار کوي، ټول امکانات لکه الوتکې، ټانګونه او پرسونل لرو او د خدای په فضل به دغه جګړه ګټو.
ده وويل :” دښمن دې خپلې لنډې خوشالۍ ژر ونمانځي، موږ د خپل اسلامي جمهوريت، خلکو، ملي بيرغ او قراني حکم د پاکې دفاع په حق کې تر مرګه جنګېږو.:
د ملي امنيت سلاکار وويل :” موږ مسووليت دی چې راتلونکی نسل له جنګه خلاص کړو، امنيتي سکټور به د خپلې غښتلې همکارۍ او همغږۍ له لارې ډېر ژر وتوانېږي چې وضعيت کنټرول کړي.”