کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه شوې څو د هغو ټولو بېځایه شوو پر مخ د جوماتونو دروازې پرانیزي چې کابل ته راغلي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، له دوو میاشتو راهیسې د هېواد له بېلا بېلو سیمو څخه د جګړو له امله ۶۰زره کورنۍ بېځایه شوې چې ډېری یې د کندهار، هلمند، فاریاب، تخار او کندوز ولایتونو څخه دي.
سرچینې ویلي چې له دې ډلې ۱۷زره کورنۍ یې کابل ته راکډه شوې دي.
د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرلله صالح نن پر خپل فېسبوک لیکلي چې د حج او اوقافو وزیر ته لارښوونه شوې چې د هغو ټولو بېځایه شوو پر مخ دې د جوماتونو دروازې پرانیزي چې کابل ته راغلي دي.
هغه زیاته کړې چې په دې اړه ټولو امنیتي حوزو ته هم لارښوونه شوې او هیڅوک نه شي کولای جوماتونو ته د دغو اړمنو کورنیو د ننوتو مخه ونیسي.
هغه لیکلي: « هیڅوک نه شي کولای په سره ګرمۍ کې د ښځو او ماشومانو ناوړه وضعیت وزغمي. بېځایه شوو او اړمنو کورنیو! کابل ستاسو کور دی زموږ کورونه ستاسو پرمخ پرانیستي دي. خپل ځانونه نږدې جوماتونو ته ورسوئ.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP