کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې پر یوه هایلکس موټر د یوه مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شول.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار په ۷:۳۰ بجو د کابل ښار د رحمن مېنې په معیوبینو ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړه:«په دغه چاودنه کې یو هایلکس موټر په نښه شوی چې په پایله کې یې دوه کسان ټپيان او روغتون ته لېږدول شوي.»
تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP