کابل (پژواک، ۲۰ زمری۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان د خپلو نړیوال ژمنو خلاف له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، ترهګر امن پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي، د سیمې ترهګر یې ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په تېرو دوو لسیزو کې له پاکستانه د افغانستان د اسلامي جمهوریت غوښتنه دا ده چې په هغه هېواد کې د ترهګرو د پټنځایونو پر ضد جدي اقدام وکړي، د طالبانو او د دوی د ملاتړو مواصلاتي او اکمالاتي لارې وتړي.
سرچینې لیکلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت په سوله ییز ډول د افغانستان د ستونزې حل او فصل ته ژمن دی او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، په ورته وخت کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د طالبانو، سیمه ییزو ترهګرو او د دوی د نړیوالو ملاتړو سره په ټینګ عزم جګړه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خبرو په غبرګون کې کړې، قریشي تېره ورځ اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي و چې د افغان سولې بهیر ناکامي د پاکستان په غاړه نه ده.
دغه راز نوموړي پوښتنه کړې وه چې افغان ځواکونه ولې جګړه نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP