Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: پر کندهار ښار د وسله والو برید په شا وتمبول شو

کندهار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): چارواکي وايي، پر کندهار ښار د وسله والو طالبانو برید یې په شا تمبولی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

وسله والو طالبانو نن سهار د اذانو پر مهال د کندهار ښار په څو برخو کې پراخ بریدونه پیل کړل او غوښتل یې ښار سقوط کړي چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې سخت مقاومت وکړ.

نن ټوله ورځ د کندهار ښار ځینې برخې تړلې وې، تګ راتګ محدود و او کورنۍ خوندي سیمو ته په تېښته وې.

سیمه ییزې سرچینې وايي، وسله والو طالبانو د کندهار ښار د ۲مې حوزې اړوند له نوشي، د ۳مې امنیتي حوزې اړوند له بای پاس، د ۵مې امنیتي حوزې اړوند له انارباغ، ناصرانو او غونډۍ له کلیو، د ۶مې امنیتي حوزې اړوند د جمیل مېنې، د ۸مې حوزې له ډنډ څلورلارې، د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند له بابا صاحب کوتل او د ۱۵مې حوزې له خلقي پُل سیمو څخه بریدونه پیل کړل.

د دواړو لورو تر منځ د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کېدلې چې څو ساعته یې دوام وکړ.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډو افغان ځواکونو د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو د پراخو بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی او هغوی یې په شا تمبولي دي.

هغه زیاته کړه، د جګړې ډېر فشار د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې د سرپوزې په سیمه کې و، چېرې چې د کندهار عمومي محبس دی.

د ده په خبره، که څه هم اوس مهال جګړه کراره شوې، خو لا هم خال خال بریدونه روان دي، د هوايي ځواک کشفي الوتکې او چورلکې په فضا کې ګرځي او د وسله والو طالبانو راټولېدنې په نښه کوي.

دی وايي، ډېرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي، خو کره شمېره یې و نه ښودله.

ده ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به په ټول توان له کندهار ښاره ساتنه وکړي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي هم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وسله والو یو ځل بیا پر کندهار ښار برید وکړ چې له سخت مقاومت سره مخ شو.

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو د کندهار ښار د ۳، ۵، ۶، ۷، ۸ او ۱۵ حوزو په اړوندو ساحو کې ډله ییز بریدونه وکړل.

دی وايي، د یادو شوو حوزو امرینو، د پولیسو بېلابېلو قوماندانانو له نورو امنیتي ارګانونو سره یو ځای د وسله والو بریدونه په شا کړل.

ده هم وویل چې وسله والو ته په ځوابي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او جسدونه یې په اړوندو ساحو کې پراته دي.

ده هم د کندهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول توان د ښار ساتنه وکړي او هغوی دې هیڅ تشویش نه کوي.

بل خوا د دغو بریدونو له امله ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میرویس حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد داود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې شپې راهیسې دغه روغتون ته ۲ جسدونه او ۴۷ ټپیان وروړل شوي دي.

دی وايي، په ټپيانو کې ۶ ماشومان، ۵ ښځې او نور نارینه دي.

نوموړي د روان بد وضعیت له امله سخته اندېښنه وښودله او د روغتیايي تاسیساتو د خوندیتوب هیله یې وکړه.

فرهاد وویل، د روغتیايي بنسټونو دنده په بې پرې توګه د جګړې قربانیانو ته خدمات وړاندې کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې میرویس حوزوي روغتون ته په نږدې واټن کې جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې یې بریدونه روان دي.

له هغه وروسته چې د کندهار ګڼې ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې، شاوخوا میاشت کېږي چې د کندهار ښار په اوو ناحیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د جګړې له امله تر دې مهاله سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۳۰زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي او د جګړې له امله بې ځایه شوي کډوال چې د جګړې دوام سخت ځپلي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې جګړه له کندهار ښاره وباسي څو هغوی د ارام ساه واخلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.