Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سروردانش: اوسنی وضعیت د عاشورا پېښې له رامنځته کېدو سره بشپړ ورته والی لري

کابل ( پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۰): د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال وایي، د هېواد اوسنی وضعیت د عاشورا پېښې له رامنځته کېدو سره بشپړ ورته والی لري او طالبان هڅه کوي د مذاکرې پر ځای د ترور او استبداد له لارې واک ته ورسېږي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني د عاشورا مراسمو د امنیت تامین کمېسیون له غړو سره په کتنه کې د دغو مراسمو د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د عاشورا مراسمو د امنیت تامین د همغږۍ کمېسیون مرستیال او د شعیه علماوو شورا غړي، د دغو مراسمو د امنیت تامین لپاره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو د بشپړې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ او په بشپړ ډول یې د کابل غرب لپاره د امنیتي طرحې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش ویلي، د هېواد اوسنی وضعیت د عاشورا پېښې له رامنځته کېدو سره بشپړ ورته والی لري او طالبان هڅه کوي د مذاکرې پر ځای د ترور، وحشت او استبداد له لارې واک ته ورسېږي.

سرور دانش په ولایتونو کې ملي پاڅونونو او ولسي انسجام ته په اشارې وویل : " شعیه ټولنه د افغانستان د نظام او جمهوریت د ساتنې لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده او د طالبانو پر وړاندې راپورته شوی نهضت به د عاشورا په څېر پراخېږي".

ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي:« د امام حسین (ع) پیغام د ازادۍ و، موږ هم د هغه پر قدم روان یوو او هیڅکله د جهل او وحشت لښکر ته نه تسلیمېږو. »

د ولسمشر په وینا، ننني شرایط د عاشورا پېښې د رامنځته کېدو له شرایطو سره ورته دي، هماغسې چې د هغه وخت بې طرفه خلک نن محکوم دي، نن هم بې طرفي نشته او انتخاب باید واضح وي.

غني همدا راز ویلي:« موږ له یو لوی هجوم سره مخ یوو او پر وړاندې یې د درېدو لپاره نن د ملي مقاومت، ملي یووالي او ملي پیوستون ورځ ده. »

سرچيني لیکلي، ولسمشر  د دې غونډې په پای کې د عاشورا مراسمو د امنیت تامین لپاره د ولسي انسجام له همغږۍ او همکارۍ څخه په مننې امنیتي بنسټونو ته د دغو مراسمو د امنیت تامین په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.