Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني تښتېدلی والي د کورنیو چارو وزارت له خوا په میدانښار کې ونیول شو

د غزني تښتېدلی والي د کورنیو چارو وزارت له خوا په میدانښار کې ونیول شو

author avatar
12 Aug 2021 - 15:17
د غزني تښتېدلی والي د کورنیو چارو وزارت له خوا په میدانښار کې ونیول شو
author avatar
12 Aug 2021 - 15:17

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د غزني والي داوود لغمانی له یو شمېر نورو ځایي چارواکو سره یو ځای په میدانښار کې نیول شوی دی.

د معلوماتو په اساس د غزني والي داوود لغماني نن سهار ولایت طالبانو ته تسلیم کړ او له یو شمېر چارواکو او ساتونکو سره یو ځای د طالبانو په بدرګه د کابل پر لوري روان شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د زمري په ۲۱مه، پژواک اژانس ته وویل، کله چې هغه د کابل پر لوري روان شو، د کورنیو چارو وزارت د کورني امنیت ځواکونو له خوا د هغه د نیولو پلان جوړ شو.

هغه زیاته کړه، چې داوود لغمان میدانښار ته ورسېد، نو د کورني امنیت ځواکونو له خوا یې موټریز کاروان ودرول شو، والي او نور مسوولین او ساتونکي یې ونیول شول.

ده وویل چې د والي مرستیال، د دفتر رییس او نور په نیول شوو کسانو کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې نور جزییات به وروسته په ډاګه شي.

بلخوا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس شمیم خان کټوازي ویلي چې د میدان وردګو والي ته یې امر کړی و چې د غزني والي له راتګ سره سم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې یواځې په ده يک ولسوالۍ کې د ملي اردو لوا پاتې ده، نور په بشپړ ډول د غزني ولايت د طالبانو په کنټرول کې دى.

سرچینه وايي: ((والي او ملګري يې له ولايته بهر د سړک پر سر د طالبانو له لوري پلټل شوي، څو کوم شى له ځان سره انتقال نه کړي.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.