خوست (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۰): د خوست امنيه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولايت په باک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خوست امنيه قومانداني وایي، یاده بې پيلوټه الوتکه چې په هدفي بريدونو کې ترې ګټه اخيستل کېده، نن د «زمري ۲۲مه» د امنيتي ځواکونو له خوا راغورځول شوې ده.
سرچینې په دې اړه چې طالبانو دا الوتکه څنګه تر لاسه کړې څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP