کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۰) : د کونړ ولایت مقام، لوګر او پکتیکا ولایتونه سقوط او په ګردېز ښار کې سخته جګړه روانه ده.
د کونړ ولایت یوې باوري دولتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو وسله والو طالبانو د ولایت مقام او امنیه قومانداني ونیول.
هغه زیاته کړه، والي اقبال سعید له یو شمېر امنیتي مشرانو سره د جلال اباد پر لور خوځېدلی.
سرچینې وویل چې په دغه ولایت کې تر اوسه یواځې د ملي اردو لوا له دولتي ځواکونو سره ده.
بلخوا راپورونه وایي چې لوګر او پکتیکا ولایتونه هم سقوط شوي او د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې سخته جګړه روانه ده.
د ښرنې ښار یو تن اوسېدونکي پژواک ته وویل چې طالبانو ښار ته له رسېدو سره لومړی زندان مات کړ او بیا یې ولایت مقام او نورې دولتي ودانۍ هم ونیولې.
هلته د پژواک خبریال وایي چې طالبان سهار ښار ته ننوتل او تر ۱۲ بجو پورې یې ټولې دولتي ودانۍ له جګړې پرته ونیولې.
هغه وایي چې والي او نور دولتي کسان د ارګون ولسوالۍ پر لوري ولاړل چېرته چې د ۹۰۴ شاهین قطعه پرته ده.
بلخوا د لوګر ولایت یوې دولتي سرچینې پژواک ته وویل چې دغه ولایت هم پرون ناوخته له جګړې پرته طالبانو ته پرېښودل شوی او له کابل سره په ګاونډ کې پرته ولسوالۍ محمد اغه هم طالبانو نیولې ده.
د یو بل خبر له مخې، وسله وال طالبان د ګردېز ښار ته ننوتلي، محبس یې نیولی او ټول بندان یې خوشې کړي دي.
په ګردېز ښار کې د پژواک خبریال شکور کامران وایي چې په ښار کې سخته جګړه روانه ده او تر اوسه د ولایت مقام سقوط نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه طالبانو په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۵ ولایتونه نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP