کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د بانکونو ټولنه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی پيسې په ټولو بانکونو کې خوندي دي په بانکونو کې د خپلې شتمنۍ په اړه دې هیڅ راز ډار او اندېښنه نه لري.
د يادې ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د سیاسی ناخوالو له امله د بانکونو پېرودونکو بانکونو ته مخه کړې او غواړي چې خپلې پیسې له بانکونو څخه وباسي.
سرچينه زياتوي: “د افغانستان د بانکونو ټولنه د ټولو بانکونو په استازیتوب خلکو ته ډاډ درکوي چې ستاسو پیسې په ټولو بانکونو کې خوندي دي او د خپلو پیسو په اړه اندېښنه مه کوئ. بانکونو ته په یوه وخت کې د ډېرو پېرودونکو مراجعه د دې لامل کیږي چې بانکونه ونه شي کولی ټولو پېرودونکو ته په وخت سره خدمتونه وړاندې کړي. تاسو ته ډاډ درکوو چې ستاسو پیسې خوندي دي.”
سرچينه کاږي، بانکونه د مالي بنسټونو په توګه په ټولو نظامونو کې فعالیت کوي او هیڅ دولت نه شي کولی چې د خلکو شخصي مال ته زیان ورسوي، په دې توګه د خلکو پیسې بانکونو سره امانت دي او بانکونه ستاسو د پیسو د بېرته ورکړې ته ژمن دي.
ياده شوې اتحادیه وايي، د بانکونو شتمني د خلکو د سپما په نسبت په کراتو ډېر ده، بانکونه په کافي اندازه نغدې پیسې لري او پېرودونکو ته د ورکړې جوګه دي. د مرکزي بانک له هدایت سره سم پېرودونکي کولی شي خپلې پیسې د افغانستان بانک له خوا په وضع شوي محدودیت سره سم وباسي.
سرچينه زياتوي، د افغانستان بانک د پیسو زېرمې د پېرودونکو د سپما په نسبت په کراتو ډېر ده چې د مالي سکتور د استحکام ملاتړ دی.
د بانکونو ټولنې له هېوادوالو څخه غوښتي چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي او په بانکونو کې د خپلې شتمنۍ په اړه هیڅ راز ډار او اندېښنه ونه کړي او د ضرورت وړ پیسې له بانکونو څخه ترلاسه کړي.
Views: 232
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن