کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): په کابل ښار کې شاوخوا ۵۰۰زره لاسي پلورونکي فعالیت کوي او د یو شمېر هغو د شکایتونو پر بنسټ، اټکل کېږي چې پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي په ټوله کې د ورځې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ په غیر قانوني ډول له لاسي پلورونکو ترلاسه کوي.
د کابل ښاروالۍ معلوماتو له مخې، اوس د کابل په مختلفو سیمو کې شاوخوا ۵۰۰زره لاسي پلورونکي شته. په هېواد کې د بېکارۍ له ډېرېدو سره دغه شمېر په زیاتېدو دی؛ ځکه دغه کار ډېرو امکاناتو او پانګې ته اړتیا نه لري؛ خو هغوی وایي چې د کار اجازه له پولیسو او د ښاروالۍ له کسانو په غیر قانوني ډول د پیسو ورکولو له لارې ترلاسه کوي.
د ناقانونه پیسو اخیستو په اړه د لاسي پلورونکو شکایت:
د کابل لومړۍ ناحیې د مرادخانې په ساحه کې لاسي پلورونکي رحمت الله پژواک ته وویل: “موږ هر یو [لاسي پلورونکی] د ورځې ۲۰ افغانۍ چې د میاشتې ۶۰۰ افغانۍ کېږي، پولیسو ته ورکوو، د لومړۍ ناحیې د ښاروالۍ کارکوونکي هم د اوونۍ پیسې اخلي؛ له ځینو د اوونۍ ۱۵۰افغانۍ او له یو شمېر نورو بیا په اوونۍ کې ۲۰۰ افغانۍ اخلي.”
د مېوې دغه پلورونکي زیاته کړه چې مجبور دی پولیسو او د ښاروالۍ کسانو ته پیسې ورکړي؛ ځکه په لاس له پلورلو پرته بل کار نه شي کولای او که دا کار ونه کړي، اولادونه یې وږي پاتې کېږي.
هغه وویل: “مخکې مې موټر چلاوه، یو کال کېږي چې شرکت مو له منځه لاړ، دا چې ډېرې پیسې مې نه لرلې، د مېوې پلورل مې پیل کړل؛ ځکه ډېرې پانګې ته اړتیا نه لري، ډېری خلک د دې لپاره چې د نورو کارونو توان نه لري، د سړک پر سر توکي پلوري؛ خو دغه ظالمان (پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي) دغه کارته هم څوک نه پریږدي او له موږ پیسې اخلي.”
بل لاسي پلورونکي احمد صمیم چې د لومړۍ ناحیې اړوند په سینمای پامیر سیمه کې په کراچۍ کې د مینځلو مواد پلوري، د پولیسو له ناوړه چلند یې شکایت وکړ، ویې ویل: “له یوې خوا د پلور له کموالي او له بل لوري د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ یو. موږ پولیسو ته د ورځې شل افغانۍ ورکوو، څو موږ ته دلته د کار کولو اجازه راکړل شي.”
هغه زیاته کړه چې لاسي پلورونکي د ورځې ۲۰افغانۍ د ښاروالۍ کسانو ته هم ورکوي.
هغه وویل: “که پولیسو او ناحیې ته پیسې ورنه کړو، راځي مالونه مو چپه کوي او وهي مو، دې ته مو اړ کوي چې سیمه پرېږدو، که پیسې ورکړو بیا څه نه وایي او یوازې هغه ورځې چې مسوولین راځي، سهار موږ خبروي چې نن بلې سیمې ته لاړ شئ چې د حوزې امر او ناحیې رییس راځي.”
حیات الله چې د کابل پنځمې ناحیې اړوند کوټه سنګي سیمه کې په یو ټایره کراچۍ کې ترکاري پلوري، وویل چې د ښاروالۍ کارکوونکي له هرې کراچۍ د اوونۍ ۱۰۰افغاني او پولیس له هرې کراچۍ او تنبګ څخه د اوونۍ ۲۰ او په پلیو لارو کې له جوړ شوو هرې غرفې او کپې ۵۰ افغانۍ اخلي.
هغه زیاته کړه: “د غرفې، کپې، ګرځنده کراچۍ او تبنګ بیې توپیر لري، ډېر پیسې (د ورځې ۵۰ افغانۍ) غرفه او کپه ورکوي او کمې پیسې کراچۍ او تبنګ لرونکي ورکوي، له هرې ساحې یو لاسي پلورونکی د پولیسو له لوري استازی ټاکل شوی چې هره ورځ هماغه کس له نورو پیسې راټولوي او د حوزې پولیسو او د ناحیې کارکوونکو ته یې ورکوي.”
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “که شکایت وکړم، بې له دې چې جنجال راته جوړ شي، ستونزه نه حلوي او موږ مجبور یو چې د خپلو اولادونو د نفقې لپاره هره سختي تېره کړو، کله کله هم وهل کېږو او هم پیسې ورکوو.”
د هغه په وینا، مخکې یوازې د اړوند ناحیې کارکوونکو او د پولیسو منسوبینو له لاسي پلورونکو پیسې اخیستې؛ خو اوس په هره سیمه کې یو شمېر «زورواکي» هم راځي او پیسې غواړي.
هغه د پنځمې ناحیې د زورواکو په اړه جزئیات ورنه کړل؛ خو ویي ویل: “یوه ډله چې د کابل ښار په په دویمه ناحیه کې فعالیت لري، یوازې له پلورنځي لرونکو نه، بلکې له لاسي پلورونکو هم پیسې غواړي او ګواښ یې ورته کړی چې که پیسې ورته ټولې نه شي، نو وبه یې وژني، موږ هم اړ یو پیسې ورته ټولې کړو؛ ځکه څو ورځې مخکې همدې ډلې یو دوکاندار د پیسو نه ورکولو له امله وژلی و.”
جمال چې د کابل ښار یوولسمې ناحیې اړوند د مریم لېسې په بازار کې په کراچۍ کې پلاستیکي وسایل خرڅوي، وویل، د ښاروالۍ کارکوونکي له هر لاسي پلورونکي د اوونۍ ۱۵۰افغانۍ ټولوي؛ له دې پرته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه چې د لاسي پلورونکو استازی هم د ورځې ۲۰افغانۍ هغوی ته ورکوي.
د نوموړي په خبره، څو ځلې د پولیسو او ناحیې مسوولین سیمې ته راغلي، څو د لاسي پلورونکو ستونزې حل کړي؛ خو تر اوسه رسېدنه نه ده ورته شوې.
هغه زیاته کړه: “کله چې مسوولین راځي، له مخکې لاسي پلورونکي خبروي چې که څوک شکایت وکړي، بیا یې ګیله له ځانه، موږ مجبور یو شکایت ونه کړو، که شکایت هم وکړو څوک رسېدنه نه ورته کوي.”
هغه چې له خپل ورور سره یو ځای یې پلاستیکي وسایل پلورل، ورور ته یې په اشاره وویل: “اوس په دې ساحه کې د پولیسو استازی هم پر موږ حکومت کوي، زه څو ورځې مخکې یوې فاتحې ته تللی وم، استازی راغلی و او له ورور نه مې یې پیسې غوښتې وې، هغه پیسې نه وې ورکړې، استازي مې ورور ډېر وهلی و، کله مې چې د ټولي قوماندان ته شکایت وکړ، ماته یې وویل چې که زموږ حق پر خپل وخت رانه کړئ، له دې بدتره کېږئ.”
هغه ادعا وکړه: “اوس یو لاسي پلورونکی هم خپل غږ نه پورته کوي او د دې کار مخه هم څوک نه شي نیولای؛ ځکه موږ ته وایي چې له همدغو پیسو چې له موږ ټولیږي، ان د ښار قوماندان او کورنیو چارو وزیر ته هم رسیږي.”
عبدالستار چې د یاد ښار په سرای شمالي کې په یوه څلور ټایره کراچۍ کې ترکاري پلوري، وویل چې دلته هر لاسي پلورونکی پولیسو او د ښاروالۍ کسانو ته د ورځې ۳۰ افغانۍ ورکوي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “یوازې د هغو غرفو عواید دولت ته ځي چې په وروستیو کې په ځینو ځایونو کې د ښاروالۍ له خوا جوړې شوې؛ خو په نورو سیمو کې هغه پیسې چې له لاسي پلورونکو ټولېږي، د پولیسو او ناحیې د کسانو جېبونو ته ځي.”
د یادونې ده، پژواک د کابل ښار له یو شمېر نورو لاسي پلورونکو سره هم خبرې کړې او ټولو هغوی ویلي چې د یادو دوو بنسټونو کارکوونکو ته پیسې ورکوي او د پیسو له ورکړې پرته نه شي کولای په ښار کې فعالیت وکړي.
اټکل: لاسي پلورونکي د ورځې شل میلیونه افغانۍ بډې ورکوي
په ښاروالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې چې د ښاروالۍ له ۲۲ ناحیو ترلاسه شوي، په کابل ښار کې تر ۵۰۰زره ډېر لاسي پلورونکي فعالیت کوي.
د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د لاسي پلورونکو د خبرو پر اساس، پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي هر یو د ورځې ۲۰ افغانۍ چې په ټوله کې (۴۰ افغانۍ) کېږي، له هغو کسانو ټولوي چې په کراچۍ کې توکې پلوري او ۵۰ افغانۍ له هغو کسانو اخلي چې کپې او غرفې لري.
د لاسي پلورونکو شمېر (۵۰۰۰۰۰ کسانو) او پیسو (۴۰ افغانیو) انډول ته په پام چې دوی یې د ورځې په غیر قانوني ډول پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته ورکوي، شاوخوا شل میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د مسوولینو تکراري ځواب: له بډو اخيستونکو سره جدي چلند کېږي
په ورته مهال د کابل امنیه قوماندان فردوس فرامرز وویل، پولیس د فساد پر وړاندې مبارزه کې مسوولیت لري او دا د منلو نه ده چې خپله پولیس پر فساد لاس پورې کوي.
هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې لاسي پلورونکي او کسبکاران د پولیسو د منسوبینو له لوري د رشوت اخیستو په اړه شکایت کوي، د دغه ډول قضیو د تعقیب لپاره ځانګړی میکانیزم موجود دی او کولای شي خپل شکایت د پولیسو د داخلي امنیت ریاست له لارې ثبت کړي او د هغوی شکایتونو ته د رسېدنې لپاره به پوره هڅه کېږي.
هغه له جزئیاتو پرته وویل چې مخکې هم د ملي پولیسو څو منسوبین چې له لاسي پلورونکو یې په غیر قانوني ډول د پیسو په راټولولو کې لاس درلود، نیول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند سمیرا رسا وویل: “د ښاروالۍ کارکوونکو له لوري له لاسي پلورونکو د پیسو اخیستل دروغ دي، دغې ادارې تر اوسه له هيڅ لاسي پلورونکي پیسې نه دي اخیستې؛ خو همکارانو په ښار کې د ښه نظم ساتلو او لاسي پلورونکو د تنظیم لپاره په مختلفو ناحیو کې څو غرفې ډیزاین کړې دي چې واقعي لاسي پلورونکو ته چې له دې لارې خپل ژوند پر مخ وړي، وېشل کېږي چې دا مهال کابل ښاروالي د لاسي پلورونکو په بایومټریک لګیا ده.”
هغه زیاته کړه چې د کابل ښاروالۍ له خوا دوی ته د غرفو او جوازونو له وېشلو وروسته به پرېکړه وشي چې له یادو غرفو څومره قانوني پیسې ترلاسه کړي.
خو نوموړي په دې اړه چې لاسي پلورونکي ادعا کوي چې اوس هم د ښاروالۍ کارکوونکو او پولیسو ته پیسې ورکوي، وویل: “د بېلګې په ډول که یوه کس یا څو کسانو د ښاروالۍ کارکوونکو په نوم په مختلفو بهانو له دوی پیسې اخیستې وي، مهرباني وکړئ زما د اړیکې شمېره ورکړئ. زه دا موضوع تعقیبوم او هر څوک چې وي، باید جزا ورکړل شي.”
هغه زیاته کړه چې کابل ښاروالي د فساد کوونکو پر وړاندې جدي قانوني چلند کوي او هیڅوک حق نه لري چې د کابل ښاروالۍ له نوم نه ناوړه ګټه واخلي.
نوموړي له لاسي پلورونکو وغوښتل چې په دې تړاو له دې ادارې سره مرسته وکړي او هغه کسان چې د یادې ادارې په نوم پیسې اخلي، دوی ته یې په ګوته کړي څو له دندې د ګوښه کېدو ترڅنګ، عدلي او قضایي بنسټونو ته هم ور معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس مخکې هم په کابل ښار کې له لاسي پلورونکو د بډو اخیستنو په اړه راپورونه خپاره کړي او مسوولینو تل ویلي، هغه کسان چې له لاسي پلورونکو رشوت اخلي، د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د لاسي پلورونکو د شکایتونو له مخې، دا ستونزه لاهم نه ده حل شوې.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP