چاریکار (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): په پروان ولایت کې سرچینې وایي چې نن سهار د یاد ولایت د مرکز چاریکار ښار له محبسه زندانیان تښتېدلي دي.
د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد زندانیان نن سهار ۹ بجې د محبس مدیر د وظیفوي غفلت له امله تښتېدلي دي.
خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «زندانیانو خپلو ازادېدو لپاره بلوا کړې وه، خپله د حکومت له لوري خوشي شوي دي.»
د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه محبس کې د طالبانو په ګډون ۶۰۰ کسان بندیان وو.
د چاریکار ښار یوه اوسېدونکي چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل کله چې بندیان وتښتېدل امنیتي ځواکونو هوایي ډزې وکړې، خلک یې اندېښمن کړل؛ خو اوس له غرمې مخکې (۱۱ بجې) د دغه ښار وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP