ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

[my_news_ticker]
د کورنيو چارو وزارت: واک په سوله یيزه توګه د انتقالي حکومت له لارې لېږدول کیږي

د کورنيو چارو وزارت: واک په سوله یيزه توګه د انتقالي حکومت له لارې لېږدول کیږي

author avatar
15 Aug 2021 - 14:21
د کورنيو چارو وزارت: واک په سوله یيزه توګه د انتقالي حکومت له لارې لېږدول کیږي
author avatar
15 Aug 2021 - 14:21

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار ميرزکوال وايي چې واک د یوه انتقالي حکومت تر مشرۍ لاندې په سوله يیزه توګه انتقالیږي.

هغه دغه څرګندونې نن د کابل خلکو ته د ډاډ ورکولو په اړه د ویډیويي پیغام له لارې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو وسله وال همدا نن (یکشنبه) د کابل تر دروازو را رسېدلي دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير وویل: “توافق دا دی چې په مسالمت امیزه توګه د عبوري ادارې تر مشرۍ لاندې به دغه قدرت انتقالیږي، د ښار امن زموږ مسوولیت دی او په ټول قوت به یې ساتو؛ هیڅوک دې د پروپاګنډ تر تاثیر لاندې نه راځي.”

هغه وايي، هېڅوک دې تشویش نه کوي، کابل ښار په امن کې دی او د همدې لپاره تازه امنیتي ځواکونه د نظم لپاره ځای پر ځای کېږي.

د ميرزکوال په وینا، هر څوک چې د ښار بې نظمۍ سبب ګرځي، غوڅ چلند ورسره کېږي.

له بلې خوا د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي هم د ویډيويي پیغام له لارې وویل چې د کابل امنیت ټینګ دی او د همدې لپاره نړیوال ځواکونه هم همکاري کوي.

دی وايي” :د افغانستان ولسمشر تېره ورځ د هېواد له مشرانو سره یوه غونډه درلوده، په هغه کې ټول واکونه یوه پلاوي ته چې ټاکل شوې سبا دوحی ته لاړ شي او د افغانستان مسئلې په اړه به یوې هوکړې ته رسیږي، خو ترڅو چې یوه هوکړه نه وي شوې، ټولو ته ډاډ ورکوي چې د کابل امنیت تأمین دی.”

په دغه ویډیو پیغام کې لوی درستيز ډګر جنرال هیبت الله علیزي هم د کابل امنیت د ټینګښت ترڅنګ وويل، هغه خلک چې په کابل کې د شایعاتو له خپرولو لاس وانخلي، نو دوی به یې په نښه کړي.

دی وايي، هیڅوک په ښار کې ګډوډي نه شي جوړولی، خو که څوک ګډوډي جوړوي، جدي چلند ورسره کېږي او بیا د شکایت حق نه لري.

له بلې خوا طالبانو په يوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې په ډاګه کړې چې دوی خپلو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د کابل په دروازو کې ودرېږي او ښار ته د ننوتلو هڅه ونه کړي.

دوی زياته کړې، د واک د انتقال پروسې تر بشپړېدو پورې د کابل ښار امنیت مقابل لوري (اوسني حکومتي) ته راجع دی چې بايد ويې ساتي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.