ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غني له تلو سره ډېری دولتي مسوولین او سیاسي مخور له هېواد وتلي

د غني له تلو سره ډېری دولتي مسوولین او سیاسي مخور له هېواد وتلي

author avatar
16 Aug 2021 - 19:32
د غني له تلو سره ډېری دولتي مسوولین او سیاسي مخور له هېواد وتلي
author avatar
16 Aug 2021 - 19:32

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): له هېواده د اشرف غني له وتلو او د کابل دروازو ته د طالبانو په را رسېدو سره، د مخکني حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم هېواد پرېښود؛ خو ځیني نور سیاسي مخور لا هم په هېواد کې دي، څو د نوي سیاسي بحران مخه ونیسي او د واک خلا ډکه او په سوله ییز ډول یې انتقال کړي.

هغه معلومات چې پژواک خبري اژانس له بېلابېلو سرچینو، ځینو رسنیو، رسمي ټولنیزو پاڼو، چارواکو او د ټولنیزو شبکو له یو شمېر کاروونکو ترلاسه کړي؛ ښیې چې د پخواني حکومت لسګونه لوړ پوړي چارواکي له هېواده وتلي دي.

د مخکني دولت هغه لوړپوړي چارواکي او سیاسي شخصیتونه چې له هېواده وتلي دي

ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو راپور ورکړی چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب او د مخکني ولسمشر د چارو ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي تاجکستان ته تللي؛ خو نورو ویلي چې د مخکني حکومت دغه درې لوړپوړي چارواکي عمان ته تللي دي.

بلخوا د هېواد مشهور سیاسي مخور مارشال عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور چې د بلخ ولایت په دفاع کې یې د طالبانو پر ضد جګړه اعلان کړې وه، د طالبانو له لوري د مزارشریف ښار له نیولو وروسته، تاجکستان ته وتښتېدل.

یوې بلې سرچینې ترکیې ته د ملي امنیت شورا د پخواني مرستیال سرور احمد دراني د سفر په اړه راپور ورکړی او ویلي یې دي چې مخکني حکومتي چارواکي امریکا ته د تګ پرېکړه کړې ده.

دغه راز یادې سرچینې یادونه کړې چې په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د هغه د حقوقي واحد عمومي رییس کبیر عیسی خېل هم له هېواده برېتانیا ته تللی دی.

په ورته وخت کې د ملي دفاع مخکني وزیر بسم الله محمدي په ټویټرپاڼه کې خپل غږ خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه له خپلو دوو زامنو سره ته تللی او دغه راز د پانګونې د اسانتیا واحد پخوانی مشر عطاءالله نصیب د تېښتې په اړه هم په ټولنیزو شبکو کې خبر ورکړل شوی دی.

بسم الله محمدي پر ټویټر لیکلي: «زموږ لاسونه تر شا تړلي، وطن یې خرڅ کړ، لعنت دې وي پر غني او د هغه پر ملاتړو.»

مشهور جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان چې د هرات ولایت له سقوط وروسته طالبانو بښلی و، د یکشنبې په شپه د ایران مشهد ته تللی دی.

په ورته مهال، ډېر ناتایید شوي راپورونه ښیي چې د اشرف غني د حکومت د کابینې یو شمېر وزیران، والیان، امنیه قوماندانان، د پارلمان غړي، د ولایتي شوراګانو استازي او نور له بېلابېلو لارو له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

له کابله اسلام اباد ته د سیاسیونو رسمي سفر:

د افغانستان د کړکېچ او طالبانو له خوا د کابل له نیولو او د اشرف غني د حکومت د لوړپوړو چارواکو له تېښتې سره سم، په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې د افغان حکومت د چارواکو او سیاسي مخورو یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی.

په دغه پلاوي کې "د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني، د ولسمشرۍ پخواني مرستیالان محمد یونس قانوني او احمد ضیا مسعود، د اتحاد ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق، د شهید مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود، صلاح الدین رباني، د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام" شامل دي.

د پاکستان سفارت لیکلي چې سیاسي شخصیتونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته په درې ورځني سفر تللي دي.

هغه سیاسي شخصیتونه چې اوس هم په هېواد کې دي: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.