ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: طالبان دې نړيوال بشري قانون او دټولو افرادو ازاديو او حقونو ته پام او درناوی وکړي

ملګري ملتونه: طالبان دې نړيوال بشري قانون او دټولو افرادو ازاديو او حقونو ته پام او درناوی وکړي

author avatar
16 Aug 2021 - 21:38
ملګري ملتونه: طالبان دې نړيوال بشري قانون او دټولو افرادو ازاديو او حقونو ته پام او درناوی وکړي
author avatar
16 Aug 2021 - 21:38

کابل (پژواک ۲۵ زمری ۲۴۰۰) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريش دامنيت شورا له غړو او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې ټول په يوه صف کې ودريږي او په افغانستان کې د نړیوال ترهګریز ګواښ د له مینځه وړلو لپاره ټولې وسیلې وکاروي او اساسي بشري حقونو ته درناوی ډاډمن کړي.

هغه نن د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ځانګړې ناستې ته وويل : ” موږ بايد په يوه خوله په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي کولو غږ وکړو.”
دملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو او ټولو ډلو غږ وکړ چې نړيوال بشري قانون او دټولو افرادو ازاديو او حقونو ته پام او درناوی وکړي.

په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې او بحثونه لرل. غړو هېوادونو تر ډېره ټینګار کړی چې په افغانستان کې د زور حکومت ورته د منلو نه دی او تر څنګ یې دا د طالبانو مسوولیت دی چې اوس د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

غړو هېوادونو وویل چې طالبان باید بشري حقونو او همدا راز ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او کړنو ته په کتو به یې په اړه هېوادونه پرېکړه کوي.

دوی  همدا راز زیاته کړه چې دوی یوازې پر ژمنو باور نه شي کولی، بلکې طالبان دې هغه څه په عمل کې ثابت کړي چې په وروستیو ورځو کې یې په خپلو اعلامیو کې ویلي دي.

په غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، هند، ناروې او ویټنام په ګډون د ګڼو هېوادونو استازو خبرې وکړې او ټینګار یې کړی چې باید په افغانستان کې له بشري ناورین مخنیوی وشي او طالبان دې خپلې هغه ژمنې ثابتې کړي چې په وروستیو ورځو کې یې له افغانانو سره کړې دي.

Views: 1139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.