کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ١٤٠٠): د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د هوايي بريدونو له امله درې کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ د کټه خېلو سيمې يوه ملک اسماعيل د زمري په ٢٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ له چورلکو د دغې ولسوالۍ پر اوسېدونکو ډزې شوې دي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې د يوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: “نږدې درې نيمې بجې به وې چې امريکايي چورلکې راغلې او زموږ پر دوکان يې ډزې وکړې او ناستو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.”
دى زياتوي چې په دوکان کې د ګازو ډبو او د تېلو بوشکو هم اور اخيستى چې له امله يې دوکان سوځېدلى دى.
دغه راز د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکى شريف الله وايي چې د څرخي پله له بازار څخه کورته روان و، د لارې په اوږدو کې چورلکو پرې ډزې کړي او ټپي شوى دى.
ده زياته کړه: “په موټر کې روان وم، هیڅ خبر نه وم چې طيارو زما پر موټر ډزې وکړې زه او ملګري مې ټپيان شولو.”
د همدې پېښې يو بل ټپي احمد زاهد پژواک ته وويل چې چورلکو پرې ډزې کړي او دى يې ټپي کړى دى.
هغه وايي: “زه د پلار مشر زوى يم، د ګټې هم بل څوک نه لرو، خو له چورلکو راباندې ډزې وشوې او په خېټه کې پر مرمۍ لګېدلى يم.”
په ورته وخت کې د ده سبز ولسوالۍ يو شمېر نور اوسېدونکي وايي چې په همدې شپه د ده سبز په يو شمېر نورو ځايونو کې هم بريدونه شوي او خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 16595
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن