کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): د ټولنیزې شبکې فېسبوک ادارې د مخکني ولسمشر اشرف غني او ډاکتر فضلي حسابونه تړلي دي.
ولسمشر غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چارو ادارې رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د زمري په ۲۴مه له کابله په نامعلوم لوري ولاړل او د کابل واک طالبانو ترلاسه کړ.
له پرون راهیسې په فېسبوک کې د محمد اشرف غني او ډاکتر فضلي حسابونه نه موندل کېږي، خو د حمدالله محب حساب اوس هم شته دی.
په فېسبوک کې د اشرف غني له خوا وروستی پوسټ وړمه ورځ ماخوستن مهال شوی و چې له هېواده د وتلو په اړه یې سپیناوی ورکړی و.
خو په بله ټولنیزه شبکه ټویټر کې بیا د درې واړو حسابونه فعاله دي، خو په کې کوم پوسټ نه دی شوی.
د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدرد وایي، دا ډېره جالبه ده چې د هېواد ولسمشر دې یو ناڅابه نادرکه شي او له هغه وروسته دې یې د فېسبوک حساب هم وتړل شي.
ده زیاته کړه: “زه اندېښمن یم چې خدای ج مکړه ولسمشر ته څه بده پېښه نه وي شوې؛ ځکه موږ په تېر تاریخ کې د نورمحمد ترکي او حفیظ الله امین مرموزې وژنې لرلې دي. زه د یوه افغان په حیث د اشرف غني په تري تم کېدو خواشینی یم.”
Views: 230
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن