ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د مخکني حکومت له ځینو کارکوونکو وسلې او موټر اخیستي

وسله والو د مخکني حکومت له ځینو کارکوونکو وسلې او موټر اخیستي

کابل(پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): وسله والو کابل کې د مخکني حکومت له ځینو کارکوونکو په داسې حال کې موټر او وسلې اخیستي چې طالبان وایي، هیڅوک له چا د وسلو او موټرو اخیستو حق نه لري او که څوک دا کار وکړي حساب به ورسره وکړي.

طالبانو د روانې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو. دا مهال له پنجشېر پرته ټول ولایتونه د طالبانو په کنټرول کې دي.

طالبانو دا مهال کابل کې امنیت ټینګ کړی، خو ځینې وسله وال چې ځانونه طالبان معرفي کوي، له دولتي کارکوونکو وسلې او موټر اخلي.

د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا یوه سلاکار حکمت الله حکمت پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې طالبانو د کابل ښار درېیم مکرویانو سیمه کې د ده دولتي موټر بیولی دی.

حکمت لیکلي:”زه یې د بیت المال له پوره خلاص کړم، خو پوښتنه داده، دوی وایي چې ټول دولتي کارکوونکي دې خپلو دندو ته راوګرځي، نو کله چې موږ له دوی سره ماموریت پیلوو، نو بیا موټر ولې رانه اخلي؟”

هغه د موټر د تسلیمۍ سند هم خپور کړی او وایي چې طالبانو موټر د هغه له موټرچلوونکي (شعیب) څخه اخیستی دی.

په سند کې راغلي:”یو عراده لنډ کروز موټر د لوګر څرخ والا مولوي معاذ اړوند کس محمد شفیق ته د شعیب له خوا تسلیم شو.”

د مشرانو جرګې یوې غړې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي هم وایي، وسله والو چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، د هغې دولتي زرهي موټر او وسله اخیستي او د تسلیمۍ سند یې هم نه دی ورکړی.

دا وايي:”خیر دا کومه لویه خبر نه ده خو که رسمي ادرس ته یې یوسي.”

هغې د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې وسله والو د «یوه بل وکیل» موټر هم وړی، خو د تسلیمۍ لیک یې ورکړی او ورته ویلي یې دي چی خبرې معلومې شي بېرته یې ورکوي.

د محمد شعیب بارک په نوم یوتن هم پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، ملا احمدي چې ځان یې د کابل امنیتي مسوول معرفي کړی، د ده زغره وال موټر له ځان سره بیولی دی.

دغه راز د محمدیونس په نوم بل کس پر خپلې ټویټرپاڼې ویډیو خپره کړې چې په کې یو کس ځان د ولسمشر محمداشرف غني سلاکار معرفي کوي او وسله وال کسان  ترې غواړي چې دولتي موټر ورته وسپاري، خو یاد شوی سلاکار ورته وايي چې دی باید له یو مسوول کس سره خبرې وکړي.

خو یو وسله وال، یاد سلاکارته وايي چې والي امر کړی، خو سلاکار وايي چې والي ده ته ویلي مه یې ورکوه.

ویډيو کې وسله وال له سلاکار څخه غواړي چې والي ته بیا زنګ ووهي خو هغه زنګ نه وهي، وسله وال ورته وايي:”شماره ماته راکړه، که یې ویلي بیا خو دې دلته مرداروم او دېرش مرمۍ دې ولم.”

یو بل تن چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وايي چې وسله والو د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان سیمه کې د ولسي جرګې د دوو غړو له ساتونکو وسلې، زرې او رینجر موټر وړي دي.

دغه راز د کابل ښار د تایمني پروژې درېیم سړک کې د جمشید پوپل په نوم یو تن وویل چې نن (د زمري ۲۶مه) درې تنه وسله وال چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، په دغه سیمه کې د یو بلاک د موټرو تم ځای تلاش کړ او هلته یې د یوه جنرال رینجر موټر ولید.

ده وویل چې دغه وسله وال کسان د بلاک له څوکیدار سره د جنرال د کور مخې ته ورغلل، د کور دروازه یې ور وټکوله او د جنرال له زوی څخه یې وپوښتل چې دولتی وسلې لري که نه.

د سرچینې په وینا، د جنرال زوی ورته وویل چې له یاد موټر پرته نور هیڅ دولتی څه نه لري. سرچینه زیاته کړه چې وروسته وسله والو یاد موټر له ځان سره یو ووړ او یو سند یې هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر مولوي یعقوب په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې کابل کې هیڅوک د هیچا کور ته د داخلېدو اجازه نه لري او نه د موټرو اخیستو اجازه لري او وروسته به د موټرو سپارلو طریقه د مسوولینو له خوا ترسره کړي.

دی وايي، د بیت المال د پیسو، موټرو او وسلو وړلو اجازه څوک نه لري او که چېرې څوک دا کار وکړي نو خیانت او غلا ده چې الله تعالی به ورسره حساب کوي او که د دوی وس ورسیږي نو له ټولو سره به حساب وکړي.

دغه راز د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد هم تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي:« هیچا ته اجازه نشته چې د پخوانیو چارواکو کورونو ته ورشي، د موټرو غوښتنه ترې وکړي او تهدید یې کړي، د هغوی مخه به په جدیت سره نیول کیږي او تر جدي تعقیب لاندې دي.»

پژواک دغه موضوع نن یو وار بیا هم له مجاهد سره شریکه کړه خو ځواب یې ور نه کړ.

Views: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.