کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰): د طالبانو مرکزي غړی انس حقاني له یوه پلاوی سره کابل ته رسېدلی له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکتر عبدالله او د محاذ ملي اسلامي ګوند له مشر ګیلاني سره لیدلي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو عکسونو کې لیدل کېږي چې انس حقاني له یو شمېر نورو طالبانو سره په کابل کې د ډاکتر عبدالله عبدالله کور ته ورغلی دی.
په دې لیدنو کتنو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د پخواني حکومت یو شمېر نور چارواکي او سیاسیون هم لیدل کېږي.
بلخوا د محاذ ملي اسلامي ګوند یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د دغه ګوند مشر سید حامد ګیلاني نن له انس حقاني سره وکتل.
سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنې کې دوی د هېواد د روان وضعیت په اړه اوږدې خبرې وکړې او ټینګار وشو چې باید د حکومت په جوړښت کې ټول مطرح اړخونه په پام کې ونیول شي.
تر اوسه د دې لیدنو کتنو جزئیات نه دي خپاره شوي، خو له دې مخکې طالبانو ویلي وو چې د راتلونکي حکومت په اړه یې له سیاسي مشرانو سره سلا مشورې یې پیل کړې دي.
له دې مخکې د طالبانو بل غړی ملا امیر خان متقي هم کابل ته راغلی او د ډاکتر عبدالله په کور کې یې له سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.
یوې سرچینې پژواک ته وویل چې ډېری حکومتي چارواکي او سیاسیون د ډاکتر عبدالله او ګلبدین حکمتیار په کورونو کې مېشت شوي دي.
د یادونې ده، طالبان د زمري په ۲۴مه کابل ته راننوتل او د دغه ښار واک یې واخیست، له هغه را وروسته انس حقاني او ملا متقي د طالبانو جګپوړي غړي دي چې په کابل کې راڅرګندیږي او له یادو سیاسیونو سره ګوري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP