Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نجونې زده کوونکې: موږ ښوونیز او تحصیلي فرصت غواړو

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰): په کابل ښار کې یو شمېر زده کوونکو او محصلینو د درسونو د پیل غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د درسونو د پیل لپاره یې زمینه برابره کړي.

ښځو او نجونو په داسې حال کې یاده غوښتنه مطرح کړې چې طالبانو په دوحه کې د پخواني حکومت له استازو سره د سولې خبرو له پیلېدو او د هېواد د ۳۳ ولایتونو له نیولو وروسته څو ځلې په ټینګار سره ویلي چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار او تحصیل مخه نه نیسي.

په کابل ښار کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو او د لوړو زده کړو موسسو محصلینو ژر تر ژره د درسونو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم کال محصلې صوفیا ممتاز پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د سیاسي نظام په بدلېدو سره موږ نجونې اندېښنه لرو چې که خدای مه کړه طالبانو مو د زده کړو او تحصیل مانع نه شي. موږ افغان نجونې هیله لرو چې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو د نجونو په څېر د زده کړو، تحصیل او کار حق ولرو، موږ غواړو چې پرمختګ وکړو.))

هغې زیاته کړه چې ژر تر ژره نوی سیاسي نظام جوړ شي، د طالبانو پالیسي روښانه شي او ښځې په نوي نظام کې رغنده رول ولري.

ممتاز د خپلو خبرو په پیل کې وویل: ((موږ نجونې له نوي نظام څخه غواړو چې ژر تر ژره د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونه خلاص شي، نجونې زده کړو او تحصیل ته دوام ورکړي.))

نوموړې زیاته کړه چې د دې په ګډون ډېری ښځې او نجونې د شرعي حجاب به مراعات سره موافقې دي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زده کوونکې ستایش کریمي وویل: ((موږ نجونې او ښځې غواړو چې د شرعي او اسلامي حجاب په مراعاتولو سره درس او تحصیل ته دوام ورکړو، خو موږ نه غواړو چادري پر سر کړو، چادري حجاب نه دی، باید جبري نه شي.))

نوموړې هم ژر تر ژره د نظام د جوړېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، اوس مهال د نظام د نه موجودیت له امله د ښوونځیو او پوهنتونونو د زړه کړو په ګډون د حکومت ټول سیستم ګډوډ دی، دا ښه حالت نه دی.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلې شکیبا عزیزي پژواک ته وویل: ((له طالبانو او نړیوالې ټولنې مو غوښتنه داده چې د ښځو او نجونو حقونه باید نقض نه شي، د هلکانو په څېر باید درس او زده کړو ته دوام ورکړي او د نورو هېوادوالو په څېر ازاد ژوند وکړي.))

نوموړي په داسې حال کې چې د نجونو له خوا د شرعي حجاب مراعات ضروري وباله زیاته کړه: ((موږ هم انسانان یو، زړه لرو، نفس لرو، خواهشات لرو، واقعاً له جګړې ستړي شوي یو، موږ غواړو په امن فضا کې ژوند وکړو او تحصیل ته دوام ورکړو، موږ د حجاب له مراعات سره ستونزه نه لرو.))

د کابل ښار مریم لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکې سارا جمالزاده وویل: ((د ښوونځي د پای ته رسولو په حال کې یم، پوهنتون ته د داخلېدو قصد لرم، د نظام په بدلېدو سره موږ ډارېږو چې ایا زده کړو ته دوام ورکړو او کنه؟))

هغې زیاته کړه: ((ډاډه یم چې طالبان زموږ نجونو د درس او زده کړو مخه نه نیسي، موږ له حجاب سره ستونزه نه لرو.))

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام کابل کې په لومړي خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د کار، زده کړو او تحصیل مخه نه نیسي، ښځې په ټولو برخو ان پولیسو کې دنده ترسره کولای شي، خو د اسلامي شریعت په مراعاتولو سره.

هغه وویل، د څو ورځو په تېرېدو سره به هر څه عادي بڼه غوره کړي او ټولې دولتې ادارې به بېرته پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.