ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د ځينو خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري

کابل ښاریان د ځينو خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري

author avatar
18 Aug 2021 - 17:50
کابل ښاریان د ځينو خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري
author avatar
18 Aug 2021 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې ډېری دوکانونه په داسې حال کې بېرته پرانیستل شوي چې د لومړنیو توکو بیې تر ۱۰ سلنه او د نفتي موادو بیې تر ۲۸ سلنه لوړې شوې دي.

دوه ورځې مخکې د ډېری ولایتونو له سقوط وروسته طالبانو کابل ښار هم ونیو او په دغه ښار کې نظامي حالت رامنځته شو.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اکثریت بازارونه او مارکېټونه وتړل شول، د دولتي ادارو ترڅنګ ټول ښوونځي او تحصیلي مرکزونه تر امر ثاني پورې تړل شوي دي.

نن (د زمري ۲۶ مه) د کابل په منډوي او ځينو نورو برخو کې  د خوراکي توکو ځيني دوکانونه بېرته خلاص شوي خو د خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.

د لومړنیو خوراکي توکو د بیو تر ۱۰ سلنه ډېر لوړېدل

د کابل ښار د منډوي بازار سیمه کې یوه عمده پلورونکي نعمت الله وویل، نن په عمده ډول د یوې بوجۍ ۵۰ کیلويي پاکستانۍ بورې بیه له ۲۳۵۰ څخه ۲۶۵۰ افغانۍ، د یوې بوجۍ ۵۰ کیلويي قزاقي اوړو بیه له ۱۶۸۰ څخه ۱۹۰۰ افغانۍ، د یوې بوجۍ لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۰۰۰ څخه ۲۲۰۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۸۸۰ افغانۍ څخه ۱۹۸۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي د یادو توکو د بیو لوړېدو لامل په هېواد کې د ناامنۍ ډېرېدل، مواصلاتي لارو بندېدل او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت زیاتېدل وبلل.

د کابل ښار تایمني پروژې سیمه کې د فدامحمد په نوم عمده پلورونکي هم پژواک ته وویل، د خوراکي توکو بیه په بازار کې ثابته نه ده او هر قلم جنس بیه شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، کابل ښار ته د طالبانو له داخلېدو او پلورونکو ترمنځ د مال او پیسو د غلا د ډار له امله د ښار په کچه دوکانونه بند شول، خو نن د ښار په ځينو برخو کې یو شمېر سوداګریز مارکېټونه او د خوراکي موادو دوکانونه بېرته خلاص شوي دي.

د کابل ښار منډوي کې د منیراحمد په نوم د خوراکي توکو عمده پلورونکي وویل، نن امنیتي وضعیت تر یوې کچې عادي شوی، دوکانونه خلاص دي او عملاً پېر او پلور ترسره کېږي، خو د ډالر بیې د لوړېدو له امله د پخوا په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو اساسي لامل د بهرنیو اسعارو د ارزښت لوړېدل وبلل او وویل، مخکې یو ډالر ۷۹ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یې د پلور بیه ۸۹ ته لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د کابل ښار بره کي سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي احمد ذکي وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل ښار عمده پلورنځیو کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې ده.

هغه د دې په روښانولو چې هر قلم خوراکي توکي بیه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ افغانۍ لوړه شوې زیاته کړه، لارې تړل شوې او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.

د نفتي موادو بیې ۲۸.۷ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار پخواني تایمني سیمې په ۱۱ سړک د علي حسیني په نوم ګاز پلورونکي پژواک ته وویل، یوه اوونۍ مخکې یوه کیلو مایع ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس د ډالر د ارزښت په ډېرېدو سره یوه کیلو مایع ګاز په ۸۰ افغانۍ پلوري.

د تایمني څلورلاره کې د وزیراباد د تېلو ټانک مدیر هارون وویل، دوې اوونۍ مخکې د یوه لېتر پټرولو بيه ۴۶ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۴ افغانۍ پلورل کېدل خو اوس یو لېتر پټرول په ۶۹ او یو لېتر ډېزل په ۵۷ افغان پلور کېږي.

ښاریان د خوراکي او نفتي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او د هغه د کنټرول غوښتنه کوي.

ځيني کابل ښاریان چې د خوراکي توکو د پېر لپاره ښار ته راغلي وو، د پخوا په پرتله د خوراکي موادو د بیو له لوړېدو یې شکایت درلود او ویې ویل، دوکانداران د خوراکي توکو د پلور پر مهال ثابتې بیې نه لري او لومړني خوراکي توکي په خپله خوښه پلوري.

د کابل ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې کریمې نظري د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو نیوکه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې کنټرول یې کړي.

هغې وویل، د هر قلم خوراکي توکو بیه شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ لوړه شوې چې غریب خلک یې د پېر توان نه لري.

په ورته وخت کې د خیرخانې سیمې اوسېدوکي محب هم د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو اندېښنه څرګنده کړه.

هغه خبریالانو ته وویل، مسوولین باید د دغه کار مخه ونیسي.

نوموړي وویل، که څه هم اوس برحال نظام نشته چې د توکو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي، خو بیا دې هم د طالبانو مشران د همغږۍ له شورا سره په همکارۍ هڅه وکړي چې مشروع او ټول شمول نظام رامنځته کړي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې د بیو د لوړېدو او هغو ستونزو د مخنیوي لپاره چې خلک اوس مهال ورسره مخ دي، اقدام وکړي.

بلخوا د کابل ښار پخواني ښاروال محمد داوود سلطان زوی چې اوس مهال په هېواد کې دی د خوراکي توکو د بیو لوړېدل تایید کړل.

د کابل ښاروالۍ دغه پخواني چارواکي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د څو ورځو په تېردو سره به هر څه عادي حالت ته وګرځي.

هغه وویل، هېواد د سیاسي وضعیت په تغییر د مرکز په ګډون د ښار په بېلابېلو سیمو کې دوکانونه او بازارونه تړلي دي.

د پژواک خبریال راپور ورکوي چې کابل ښار ته د طالبانو له داخلېدو وروسته د اسعارو د پلور بازار شهزاده سرای تړل شوی او نن هم تړلی دی.

د سرچینې په خبره، په بازارونو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت توپیر لري، لاسي پلورونکي یو ډالر په ۸۰ افغانۍ اخلي او په ۸۳ افغانۍ یې پلوري.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.