کابل (پژواک، ٢٨ زمرى ١٤٠٠): د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا د مړه شوو کسانو شمېر ٤،٤ ميليونو ته ورسېد.
کرونا ويروس چې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې درېيمه څپه روانه ده.
د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن (د زمري ٢٨مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢١٠ میلیونو ته رسېدلی دی.
دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ١٨٨ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او ٤،٤ ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه سوه زره کسان پر کرونا اخته او اته زره ترې مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر اوسه ٣٨ ميليونه، په هندوستان کې ٣٢ ميليونه او په برازيل کې ٢٠ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په امريکا کې ٦٤١زره، په هندوستان کې ٤٣٣زره او په برازيل کې ٥٧١ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه ١٥٢٤٤٨ کسان پر کرونا اخته شوي، ٧٠٥٤ کسان مړه او څه باندې ١٠٧ زره کسان بېرته روغ شوي دي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن