Language

عبدالله او کرزي د کابل له والي سره پر امنیت خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل له والي عبدالرحمن منصور سره لیدلي دي.

ډاکترعبدالله عبدالله د زمري په ۳۰مه په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې له منصور سره یې د کابل ښار پر امنیت، د خلکو د ځان، مال او پت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې امنیت باید په لومړیتوب کې وي.

هغه زیاته کړه چې د کابل ښاریانو د اندېښنو په تړاو یې په ډاګه کړه چې په کابل کې د عادي ژوند بېرته راګرځولو لپاره باید د خلکو ځان او مال خوندي کړای شي.

عبدالله ویلي چې د کابل والي عبدالرحمن منصور دوی ته ډاډ ورکړ چې د کابل ښاریانو امنیت د دوی په لومړیتوبونو کې دی او په دې برخه کې جدي اقدامات کوي.