فراه (پژواك، ٣٠ زمری١٤٠٠): طالبانو نن په فراه کې ولایت کې ۳۴۰ نظامي زندانیان ازاد کړي چې له میاشتو راهیسې له دوی سره وو.
د فراه امنیه قوماندان مولوي محمد ادریس له رسنیو سره خبرو کې وویل چې دغه زندانیان له میاشتو راهیسې د فراه ولایت په ولسوالیو کې د طالبانو په زندانونو کې وو.
هغه زیاته کړه: «دغه بندیان نن د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر اساس خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شول.»
د یادو زندانیانو له ډلې عبدالرحمن پژواک ته د طالبانو دغه اقدام وستایه او ویي ویل خوښ چې خپل کورته ستنیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP