ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په غزني کې د موسيقۍ خپرول بند کړي

طالبانو په غزني کې د موسيقۍ خپرول بند کړي

author avatar
21 Aug 2021 - 16:03
طالبانو په غزني کې د موسيقۍ خپرول بند کړي
author avatar
21 Aug 2021 - 16:03

غزني ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ١٤٠٠): د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دغه ولايت په سيمه ييزو راډيوګانو کې د موسيقۍ خپرول او د ښځينه کارکوونکو کار کول بند دي.

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي حبيب الله مجاهد اخندزاده خبريالانو ته وويل چې په ټولو راډيوګانو کې بايد د اسلام په رڼا او د شريعت له مخې خپرونې وشي.

هغه وويل: ((له دې وروسته په راډيو ګانو کې د ښځينه کارکوونکو کار کول او د موسيقۍ خپرول بند دي.))

دى وايي چې افغانستان يو اسلامي هېواد او اوسېدونکي يې نه غواړي موسيقي واوري، نو ځکه بايد خپرې هم نه شي.

ده وويل چې راډيوګانې کولاى شي د خلکو ستونزې رابرسېره او په طالبانو نيوکې وکړي، خو د قانون خلاف نشرات نه شي کولاى.

په غونډه کې د خبريالانو په استازيتوب د شملې راډيو د نشراتو مسوول رحمت الله مرجانخيل وويل چې دوى د قانون له مخې خپلو نشراتو ته ادامه ورکوي خو زياتوي چې دا مهال رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

ده زياته کړه: ((ډېری رسنۍ مالي امکانات نه لري، ځينې تړل شوې او ځينې نورې هم د تړلو په حال کې دي، اسلامي امارت بايد له رسنيو سره په مالي برخه کې همکاري وکړي.))

د يادونې ده چې غزني کې دا مهال نهه راډيوګانې، يو خصوصي تلوېزيون او د شريعت غږ راډيو تلوېزيون فعاليت کوي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.