کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰) : د بریتانیا ددفاع وزارت ویلي، چې د کابل هوایي ډګر په ګډوډیو کې اوه نور کسان مړه شوي دي.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي دي چې له لارښوونې پرته د امنیتي ګواښونو له امه دې هوایي ډګر ته نه ورځي.
د بریتانیا ددفاع وزارت د زمري په ۳۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په شاوخوا سیمو کې د ګډوډیو او ټیل ماټیل له امله اوه نور کسان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل هوایي ډګر دامنیت چارې دامریکا، ترکیې او بریتانیا لخوا پر مخ بیول کیږي.
دا په داسې حال کې چې د هوایي ډګر په ټولو دروازو کې اوس هم زرګونه کسان بهر ته د تګ په تمه ولاړ دي او اسناد لرونکي کسان نه شي کولی په اسانه توګه هوایي ډګر ته ننوځي.
د بریتانیا ددفاع وزارت زیاته کړې چې د هوایي ډګر شاوخوا سیمو او د روازو حالات ډیر کړکیچن دي ، خو دوی هڅه کوي چې د ګډوډیو مخه ونیسي.
بلخوا امریکایي رسنیو د ځینو امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې پر هوایي ډګر دداعش ډلې د برید له ویرې امریکایي وګړو ته ویل شوي چې له خبرتیا پرته دې هوایي ډګر ته نه ورځي.
سرچینې زیاته کړې چې دامریکایي وګړو د خوندي ویستلو لپاره پر یوې بلې لارې غور روان دی چې له هوایي ډګر بهر په یوه ځانګړې ځای کې هغوی راټول او بیا د پوځیانو لخوا هوایي ډګر ته یوړل شي.
امریکایي چارواکو ویلی چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړېۍ، څو هوایي ډګر ته د خلکو د خوندي لیږدولو په موخه همکاري وکړي.
د ذکي الله په نامه د کابل یو تن اوسیدونکي پژواک ته وویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسې په پرله پسې توګه خپل خپلوان چې رسمي اسناد یې هم درلودل، هوایي ډګر ته وړل، خو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولی چې دننه شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل هوایي ډګر دننه او بهر شاوخوا سیمو کې د ګڼې ګوڼې ، ټیل ماټیل او د امنیتي مسوولینو دډزو له مله تر اوسه شاوخوا ۲۰ تنه مړه او لسګونه ټپیان شوي دي.
Views: 193
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن