Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“نجونې له لومړي ټولګي تر لوړو زده کړو پورې زده کړې کولی شي”

کندوز ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ١٤٠٠): په کندوز کې د طالبانو د پوهنې برخې مسوولين وايي چې نجونې کولاى شي له لومړي ټولګي څخه تر لوړو زده کړو پورې زده کړې وکړي.

کندوز ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ١٤٠٠): په کندوز کې د طالبانو د پوهنې برخې مسوولين وايي چې نجونې کولاى شي له لومړي ټولګي څخه تر لوړو زده کړو پورې زده کړې وکړي.

په کندوز کې د طالبانو د پوهنې رييس مولوي اسماعيل پژواک ته وويل چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې هیڅ ډول ستونزې نشته دي.

دى وايي: ((نجونې کولاى شي له لومړي ټولګي څخه تر پوهنتونه پورې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.))

د نوموړي په وينا، د ټولو ښوونځيو مديرانو ته ويل شوي چې نجونې او هلکان ښوونځيو ته د زده کړو لپاره وغواړي او هیڅ ډول ستونزې يې بايد پر وړاندې جوړې نه شي.

دغه راز په کندوز کې د پوهنې د ښاري رياست مسوول حفيظ کاکړ وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې ښوونځي په عادي ډول بېرته پيل شوي دي.

دى زياتوي: ((موږ ښوونځي بېرته پيل کړي دي هلکان او نجونې کولاى شي خپلو ښوونځيو ته راشي او خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.))

د کندوز ښار د بي بي آمنې ښوونځي زده کوونکې بي بي نسيمې پژواک ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې ښوونځي ته راځي او کومه ستونزه يې نه ده لیدلې.

هغې وويل: ((موږ مکتب ته راځو کوم خاص مشکل نشته دى، ټول خپلو درسونو ته ادامه ورکوي.))

د يادونې ده چې د طالبانو د تېرې دورې د حاکميت پرمهال د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.