کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د کابل هوایي ډګر کې مېشتو جرمني ځواکونو ویلي چې په شمالي دروازه کې د نښتې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جرمني ځواکونو یوې سرچینې رویټر اژانس ته ویلي چې دا نښته نن سهار د کابل هوایي ډګر شمال لوري ته د قصبې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې نامعلومو وسله والو هلته پر جرمني او افغان ساتونکو ډزې کړې چې له امله یې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې نور کسان ټپیان دي.
خو سرچینې دا نه دي ویلي چې وژل شوی ساتونکی د طالبانو اړوند و او که له بهرنیو ځواکونو سره یې دنده ترسره کوله، دغه راز د ټپیانو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
جرمني ځواکونو ویلي چې د دې پېښې پر مهال امریکایي ځواکونه هم ښکېل وو.
وروسته له هغه چې طالبانو تېره اوونۍ کابل ونیو، زرګونه کسان هره ورځ د کابل هوایي ډګر ته ورځي، څو د بهرنیانو له خوا له هېواده و ایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د هوایي ډګر په شاوخوا سیمو کې د ګڼې ګوڼې له امله اووه کسان مړه شوي وو چې تر اوسه د ټولو وژل شوو کسانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن