کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان د کرکټ بورډ غوښتنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې بل کال ته ځنډولې دي.
دا لوبې چې ټاکل شوې وه په راتلونکې سپټمبر میاشت کې په سریلانکا کې ترسره شوې وای، د کابل هوایي ډګر د ملي الوتنو بندېدو او په سریلانکا کې د کرونا محدویتونو له امله اوس ځنډول شوې.
د پاکستان کرکټ بورډ په ټویټر کې لیکلي: “د لوبغاړو د ذهني روغتیا اړوند موضوعاتو، له کابله د الوتکو د الوتنو ګډوډېدو، د خپرونو لپاره د امکاناتو کموالی او په سریلانکا کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د ډېرېدو له کبله د افغانستان د کرکټ بورډ غوښتنه منل شوې چې د یو ورځنیو لوبو د راتلونکې میاشتې لړۍ وځنډېږي. ”
د پاکستان کرکټ بورډ همدارنګه ویلي چې د دواړو هېوادونو بورډونه به د دې لوبو لپاره د بل مهالوېش ټاکلو لپاره په ګډه کار وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د لوبو ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP