ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کی ٢٢ زره کورنۍ له برښنا نه برخمن شول

هلمند کی ٢٢ زره کورنۍ له برښنا نه برخمن شول

author avatar
24 Aug 2021 - 16:59
هلمند کی ٢٢ زره کورنۍ له برښنا نه برخمن شول
author avatar
24 Aug 2021 - 16:59

لښکرګاه (پژواک، ٢ وږى ١٤٠٠): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ٢٢ ميګاواټه برښنا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې ٢٢ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته په هلمند کې د اوبو او برښنا رياست مسوول مولوي ايوب وويل چې د دغې پروژې چارې د ادارې فساد له امله ځنډېدلې وې.

هغه وويل: ((دا پروژه بايد کلونه وړاندې پرانستل شوې واى خو د اداري فساد له امله پاتې وه، خو د طالبانو په راتګ سره پرانستل شوه او خلک له برښنا څخه برخمن شول.))

نوموړى وايي، طالبان کوښښ کوي چې د هېواد په نورو سيمو هم ورته پروژې پلې کړي ترڅو خلکو ته يې ګټه ورسيږي.

دغه راز د ګرشک ولسوالۍ د برښنا آمر بسم الله مسلم پژواک وويل چې دغه پروژه د ٢٢ ميګاواټه برښنا د توليد وړتيا لري او ٢٢ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.

ده زياته کړه: ((دغه برښنا د کجکي د برښنا بند توليد دى چې د تر ګرشک ولسوالۍ پورې رسېدلى دى او له ډېرې مودې وروسته به د ګرشک خلک له برښنا څخه برخمن شي.))

په ورته وخت کې د ګرشک اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د يادې پروژې له بشپړېدو څخه ډېر خوښ دى.

هغه وايي: ((موږ اول ځل دى چې په خپلو کورنو برښنا وينو تر دې وړاندې موږ دلته برښنا نه وه ليدلې.))

د يادونې وړ ده چې د لومړي ځل لپاره د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د برښنا يوه لويه پروژه بشپړيږي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.