کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): د ازموینو ملي اداره وايي چې د ١٤٠٠ کال کانکور ازموینو پایلې به د روانې اوونۍ تر پایه اعلان شي.
دغه خبر یادې ادارې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپور کړی دی.
د ۱۴۰۰ کال کانکور ازموینې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په ټول هېواد کې واخیستل شوې چې د ازموینو ملي ادارې مسوولینو په وینا، ژر یې پایلې هم اعلانولې.
خو د طالبانو له لوري د روان کال زمري په ۲۴مه د کابل له نیولو سره سم د یادو ازموینو پایلو اعلان هم وځنډېد.