Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي ستونزې او کډوالي: کابل ښار کې د کباړ پلورونکو کاروبار ښه شوی

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۰):د مخکني حکومت له ړنګېدو وروسته د کابل یو شمېر اوسېدونکي یا د اقتصادي ستونزو او یا هم بهر ته د تګ له امله د خپلو کورونو توکي په ډېره کمه بیه پلوري او دې سره کابل ښار کې د استعمال شوو توکو د پلور بازار ګرم شوی دی.

په کابل ښار کې د زړو توکو یو شمېر پلورونکو پژواک ته ویلي چې په دې وروستیو کې د کابل ښاریانو د کورونو د توکو پلور د پخوا په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.

د یادونې ده، د افغانستان اسلامي امارت د روان کال د زمري په ۲۴مه کابل ښار ونیو او د هېواد چارې یې په خپل لاس کې واخیستې.

د طالبانو له خوا د کابل ښار له نیولو وروسته دغه ښار نظامي حالت غوره کړ، بانکونه، شهزاده سرای، د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو په ګډون ډېری دولتي او شخصي ادارې تړلې دي، اکثریت خلک، په ځانګړې توګه حکومتي مامورین د معاشونو له نه ورکړې او اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي.

د اقتصادي ستونزو او له هېواده د خلکو د تېښتې په ډېرېدو سره د کباړ پلورونکو کار ښه شوی

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د مقبول شاه کاشفي په نوم د زړو توکو پلورونکي پژواک ته وویل: ((یو شمېر خلک د ستونزو او اقتصادي مجبوریتونو له امله د خپلو کورونو توکي په کمه بیه پلوري؛ ځکه بېکاري ډېره شوې او بانکونه تړلي دي.))

دغه راز نوموړي وویل، د کابل ښار ځينو اوسېدونکو چې بهر ته د تګ نیت لري، هم خپل مالونه په ټیټه بیه پلورلي دي.

هغه پژواک ته ومنله چې د شته ستونزو له امله ډېری ښاریان د خپلو کورونو توکي په نیمه بیه پلوري.

محمود شاه چې د کابل ښار د تایمني په درېیم سړک د کورونو د توکو د پېر او پلور دوکان لري، پژواک ته وویل: ((هره ورځ لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو توکي پلوري خو هېڅ پېرونکی نه لرو.))

نوموړي وویل، د هېواد وضعیت دومره خراب نه دی چې خلک دومره اندېښمن شي او دومره باید خپه نه شي، دوی ان د خپلو کورونو توکي په نیمه بیه پلوري.

سرچینه باوري ده چې ډېر ژر به وضعیت کنټرول شي او په هېواد کې به ټولنیز امنیت ټینګ شي.

د کابل ښار اوسېدونکي نېک محمد چې د کور ځیني توکي یې د پلور لپاره بازار ته راوړي و پژواک ته وویل: ((بانکونه تړلي دي، د بېخرڅۍ او لاس تنګۍ له امله مجبور شوم چې د کور توکي وپلورم.))

نوموړي له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په لومړي قدم کې د خلکو ارامۍ ته توجه وکړي، وروسته بانکونو ته د فعالیت زمینه برابره کړو او د دولتي ادارو فعالیت پیل کړي.

خلک: د اقتصادي بېوزلۍ له امله د کورنو د توکو پلورلو ته مجبور شوي

د کابل ښار د بي بي مهرو اوسېدونکې سامعه وايي چې د مجبوریت له امله یې د کور ټول توکي پلورلي دي.

نوموړې چې بهر ته د تګ نیت لري پژواک ته وویل، مجبور شوو چې د کور توکي په نیمه بیه وپلوري.

په ورته وخت کې د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکې نوریې (مستعار نوم) چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې خپله ګوتمه پلورلې او اوس غواړي د کور نور توکي هم وپلوري، پژواک ته وویل: «د پنځه کسیزې کورنۍ د ګټې ښځه یم، مخکې مې په غیر دولتي اداره کې کار کاوه، خو د بانکونو د تړل کېدو له امله معاشونه نه دي راکړل شوي او اوس له سختو ستونزو سره مخ یم.»

نوموړي هیله مندي څرګنده کړه چې شته ستونزې ژر حل شي، د افغانستان له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د حکومتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، بانکونو خلاصېدو او نوي نظام د جوړېدو لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې نن چهارشنبې (د وري ۳یمه) بانکونه فعالیت پیل کړي.

هغه په داسې حال کې چې وايي، ډېر ژر به نوی او ټولګډونه حکومت جوړ شي، زیاته کړه، د نوي نظام او کابینې له جوړېدو وروسته د ټولو کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي.

هغه په وروستیو څو ورځو کې په بېلابېلو ناستو کې له هېوادوالو وغوښتل چې خپه نه شي، هېواد دې نه پرېږدي او د ابادۍ لپاره یې دې کار وکړي.

دغه راز مجاهد ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت به د مخکني حکومت له ټولو کادرونو استفاده وکړي او د هېچا ژوند ته خطر نشته.

نوموړي له جزیاتو پرته وویل، د افغانستان اسلامي امارت پر قوي اقتصادي پلانونو کار کوي چې په راتلونکو څو کلونو کې به هېواد پرمختګ وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.