Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست والي: د هغو یتیمانو پالنه هم کوو چې پلرونه یې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي

خوست ښار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۰): د خوست والي مولوي محمدنبي عمري وايي، حکومت به د ټولو هغو بې سرپرسته ماشومانو هم سالمه پالنه او روزنه کوي، چې پلرونه يې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

هغه چې نن (د وږي ۳مه) د دغه ولايت د ديني عالمانو او قومي مشرانو يوې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، دا چې مخکې هر څه تېر شوي، خو اوس دا د دوی مکلفيت دی چې د ټولو يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو پالنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه مخالفه جبهه چې له اسلامي امارت سره شل کاله په جنګ کې وه، د هغوی د يتيمانو او کونډو  سرپرستې به هم تر وسه کوو، ترڅو چې ښه تربيت يې وشي."

مولوي محمدنبي عمري وويل چې طالبان د ښځو حقونو ته ژمن دي او ښځې به له ټولو هغو حقونو برخمنې وي چې اسلام او شريعت ورکړي دي .

د عمري په خبره، اوس وخت د دې نه دی چې له غلطو تبليغاتو کار واخيستل شي. ده غوښتنه وکړه چې د خوست ټول قومونه دې په یووالي سره د وطن په ابادۍ کې يو بل ته لاسونه ورکړي.

ده له ټولو دولتي کارکوونکو وغوښتل چې سر له سبا دې خپلو دندو ته حاضر شي، څو د خلکو ستونزو ته په وخت رسيدنه وشي.

د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي شېخ عبدالحکیم شریعي هم په نننۍ غونډه کې خبرې وکړې، ویې ویل، د طالبانو له عمومي عفوې دې څوک غلطه ګټه نه پورته کوي او په بېلابېلو څرګندونو دې خلک نه تېرباسي.

هغه وویل چې که له دې وروسته چا له عفوې غلطه ګټه واخيسته، نو د پېښېدونکي هر ډول خطر مسووليت به يې پرخپله غاړه وي.

یادو طالب چارواکو له خپلو نظاميانو وغوښتل، چې په چېک پاينټونه کې دې له خلکو سره ښه چلند کوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.