ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کام ایر د امنیتي دلایلو له امله د لنډ مهال لپاره په کابل کې د خپلو فعالو الوتکو له درولو ډډه کړې

کام ایر د امنیتي دلایلو له امله د لنډ مهال لپاره په کابل کې د خپلو فعالو الوتکو له درولو ډډه کړې

author avatar
28 Aug 2021 - 16:32
کام ایر د امنیتي دلایلو له امله د لنډ مهال لپاره په کابل کې د خپلو فعالو الوتکو له درولو ډډه کړې
author avatar
28 Aug 2021 - 16:32

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۰): کام ایر هوايي شرکت ایران ته د دغه شرکت د الوتکو د انتقال خبر بې اساسه ګڼي خو وايي چې کابل هوايي ډګر کې شته امنیتي ګواښونو ته په کتو یې په کابل کې د لنډ مهال لپاره د خپلو فعالو الوتکو له درېدو ډډه کړې ده.

سرچینې لیکلي، په افغانستان کې د ملکي هوايي چلند ادارې د خدمتونو له مدیریت وروسته به په داخلي او بهرني سکټور کې خپلې الوتنې پیل کړي.

د کام ایر هوايي شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو کې ځينو رسنیو راپور ورکړی چې ګواکې د دغه شرکت درې الوتکې ایران ته انتقال شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ډول راپورونه ناسم دي.

د سرچینې په خبره، په هېواد کې د وروستیو پېښو او بدلونونو له امله د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د خدمتونو ټول سیستمونه ځنډېلي او د هوايي ډګر کنټرول د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دی.

خبرپاڼه کې راغلي: ((تېره پنجشنبې (د اګسټ ۲۶مه) کابل هوايي ډګر کې د ترهګریزو بریدونو او د امنیتي ګواښونو له مخې د دغه هوايي ډګر وضعیت بیړنۍ او نظامي اعلان شو چې ورپسې د کام ایر درې الوتکو ته چې په دغه هوايي ډګر کې یې د ناستې قصد درلود د ناستې اجازه ور نه کړل شول. د کام ایر د مشرتابه پلاوي د غوښتنې په اساس د ایران اسلامي جمهوریت د هوايي چلند ادارې مسوولینو کابل کې د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو د لنډ مهال لپاره د دغه شرکت الوتکو ته د ناستې اجازه ورکړه، کام ایر هوايي شرکت د ایران له دغې همکارۍ او انساني حس څخه مننه کوي.))

سرچینې لیکلي، یو شمېر رسنۍ او خبریالان د کام ایر هوايي شرکت له مسوولینو سره له اړیکې او د دوی له نظر اخیستو پرته ناسم خبرونه خپاره کړي چې دغه ډول خبرونه د خلکو فکر خرابوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې شته جدي امنیتي ګواښونو ته په کتو کام ایر شرکت کابل کې د خپلو الوتکو له درېدو د لنډ وخت لپاره ډډه کړې او د افغانستان د هوايي چلند ادارې د خدمتونو تر تنظیم وروسته به د تېر په څېر داخلي او خارجي سکټور کې خپلې الوتنې پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې چې کام ایر د یوه ملي شرکت په توګه د افغانستان په خپلو پورې تعلق لري او هېڅ کله د افغانستان پر خلکو د هوایي ټرانسپورټ د خدمتونو د درېدو نیت نه لري، په کابل او ټولو ولایتونو کې د دغه شرکت دفترونه فعال دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو له داخلېدو وروسته زرګونه کسانو خارج ته د تګ په نیت پر کابل نړیوال هوايي ډګر هجوم ور وړی دی. د امریکا او ځینو نورو هېوادونو عسکر په دغه هوايي ډګر کې مېشت دي، هغه افغانان بهر ته انتقالوي چې مخکې یې په افغانستان کې له دوی سره کار کړی دی.

تېره پنجشنبې د هغو کسانو په منځ کې دوې چاودنې ترسره شوې چې هوايي ډګر ته نږدې راټول شوي وو، د راپورونو له مخې په دې چاودنو کې د ۱۳ امریکايي ځواکونو او ۲۸ طالبانو په ګډون ۸۵ کسان وژل شوي او د ۱۷ امریکایانو په ګډون ۱۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.